د پنځو کلونو لپاره د ملي سوداګریزې پالیسۍ اعلان

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عصمت بهیر
- دنده, بي بي سي کابل
افغانستان د پنځو کلونو لپاره ملي سوداګریزه پالیسي اعلان کړې. د سوداګرۍ وزارت وايي، سوداګري به ورسره وده وکړي او افغانانو ته به د کار موندنې زمینه برابره شي.
د افغانستان خصوصي سیکتور د دغې پالیسۍ هرکلي کولو تر څنګ ویلي، شته ستونزې به ورسره تر یوه حده حل شي.
افغانستان چې تر اوسه یې د سوداګرۍ لپاره ملي پالیسي نه درلوده، خصوصي سیکتور کې یې د نشتوالي له کبله شکایتونه کېدل، خو اوس افغان حکومت وايي، د ستونزو حلولو ته یې ملا تړلې او د نوې ملي سوداګریزي پالیسي هدف د افغان صادراتو ډېرول، د تولیداتو معیاري کول او د خصوصي سکتور ملاتړ دی.
د سوداګري وزارت مرستیاله کامله صدیقي وویل، ''حکومت غواړي د افغان سوداګرو صادرات ډېر شي او نورو خلکو ته کار پیدا شي چې هغوی اړه نه شي د کار لپاره نورو هېوادونو ته لاړ شي. ''
میرمن صدیقي وايي، افغان حکومت غواړي افغانستان یو صادراتي هېواد شي.
د خصوصي سیکتور له لوري د نوې پالیسۍ هر کلی شوی او وايي که عملي شي یو شمېر مسایل به ورسره حل شي، خو د قوانینو نه پلي کېدل، د برېښنا نشتوالی، امنیت او په حکومتي ادارو کې فساد بیا داسې ستونزې بلل کېږي، چې د افغانستان خصوصي سیکتور ورسره لاس او ګرېوان دی.
د رسمي شمېرو له مخې دا مهال افغانستان ته هر کال د څه باندې ۷ میلیارډ ډالرو واردات کېږي، خو د صادراتو کچه یې ایله څلور سوه میلیونو ډالرو ته رسېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
څو ورځې مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي و افغانستان به له وارداتي هېواده پر صادراتي هغه بدل کړي، خو دا چې دغه خبره کله او څومره عملي ثابتیږي، وخت به یې وښيي.








