"د افغان- هند د خپلمنځي سوداګرۍ او پانګونې څلور ورځنی نندارتون پیلېږي"
- Author, حميد شجاع
- دنده, بي بي سي لندن
انډین ایکسپرېس:

د عکس سرچینه، Getty Images
انډین ایکسپرېس ورځپاڼه د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د یو نندارتون په اړه مطلب لري.
ټاکل شوې ده چې دا څلور ورځنی سمپوزیم نن په نوې ډيلي کې پیل شي.
ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان د حکومت اجرایه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نوي ډيلي ته رسېدلی او نن به د هند د اقتصاد له وزیر سره یو ځای د دې نندارتون پرانیسته کوي.
ټاکل شوې ده چې ښاغلی عبدالله د دې سفر په ترڅ کې د هند له لومړي وزیر نرېندر مودي او د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما سواراج سره هم وویني.
دا نندارتون د امریکا د بهرنیو مرستو د ادارې ( یو اېس اې ای ډي ) په مرسته جوړ شوی او موخه یې د سیمې د هېوادونو ترمنځ همکارۍ او سوداګرۍ ته وده ورکول دي.
ورځپاڼه د سویلي اسیا او افغانستان لپاره د ولسمشر ټرمپ نوې ستراتیژۍ ته هم اشاره کوي او وایي، ولسمشر ټرمپ غواړي چې هند له دې وروسته په افغانستان کې خپل رول پراخ کړي او دا نندارتون د همدې تګلارې په لړ کې یو ګام دی.
اینډیپنډنټ:

د عکس سرچینه، Getty Images
د برتانیا اینډیپنډنټ ورځپاڼه لیکي، د مخالف کارګر ګوند مشر جېرمي کوربېن د برما په مشرې انګ سن سوچي غږ کړی چې په دې هېواد کې د مسلمانانو پر ضد روان جنایت ته باید د پای ټکی کېږدي.
ورځپاڼه لیکي چې په رخاین ایالت کې د مسلمانانو پر ضد د تاوتریخوالي له کبله کابو څلور لکه مسلمانان اړ شوي چې خپل کلي او کورونه پرېږدي او بنګله دېش ته کډه شي.
ورځپاڼه لیکي چې د کارګر ګوند کلنۍ عمومي جلسه په برایټن ښار کې روانه ده او نن به جېریمي کوربن ورته وینا کوي.
ټاکل شوې ده چې دی په خپله وینا کې پر مېرمن مخامخ غږ وکړي چې باید د مسلمانانو ټول وژنه ودروي.
تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانس هم پر مېرمن سوچي غږ کړی و چې باید خپل غږ پورته کړي او روان وضعیت کنټرول کړي.
خو ورځپاڼه زیاتوي چې د برما د قانون له مخې مېرمن سوچي دا واک نه لري چې د پوځ په چارو کې مداخله وکړي.








