"له ناامنۍ سره سره افغانستان اقتصادي وده کړې"

د عکس سرچینه، WB
- Author, نصرت صمیمي
- دنده, بي بي سي، کابل
نړیوال بانک وړاندوینه کړې چې په روان ۲۰۱۷ کال کې به د افغانستان اقتصادي وده دوه اعشاریه شپږ سلنه وي.
د دغې ادارې په تازه رپوټ کې د افغانستان امنیتي وضعیت خراب بلل شوی، خو زیاتوي، چې سره له دې هم د راټولو شویو عوایدو کچه ۱۳ سلنه لوړه شوې ده.
نړیوال بانک هرکال د افغانستان اقتصادي وضعیت په تړاو دوه رپوټونه خپروي.
د روان کال په دویم رپوټ کې یې وړاندوینه کړې چې د افغانستان اقتصادي وده به ۲،۶ سلنه وي.
دا د تېرکال ۲،۲ سلنې په پرتله لږ څه لوړه ده.
په دغه راپور کې راغلي چې په روان ۲۰۱۷ کال کې اقتصادي فعالیتونه او خصوصي پانګونه کمه شوې، خو د پانګوالو باور لږ څه ډېر شوی دی، سره له دې هم د تېر کال په پرتله لا کم دی.
د کرنې وده ۱،۵ سلنه بلل شوې ده.
افغانستان کې د نړیوال بانک رییس شوبهم چودري وایي؛ لازمه ده چې په راتلونکو دریو یا څلورو کلونو کې د افغانستان اقتصادي وده اته سلنه او یا تر هغې هم لوړه شي.
د هغه په خبره، دا کار د افغانستان دولت په یوازې سر نشي کولی او اړتیا ده چې خصوصي پانګونې ته موقع ورکړل شي.
"ښه خبر دا دی چې افغانستان سره له دې ټولو ننګونو توانېدلی یوه اندازه ښې لاسته راوړنې ولري. د دې ډېره برخه د دولت لخوا د اقتصادي سیاست د ښه مدیریت له امله ترلاسه شوې. پر دې سربېره زموږ باور دا دی چې ښایي د مالي مدیریت او د پالیسۍ اصلاح په برخو کې د ځینو مشخصو تدابیرو نیولو سره په راتلونکو دوو-درېیو کلونو کې اقتصادي وده لوړه شي".

د عکس سرچینه، Getty Images
د نړیوال بانک په راپور کې راغلي چې د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د صادراتو کچه درې سلنه کمه شوې، خو د وارداتو بیا اته سلنه لوړه وه.
نړیوال بانک وایي؛ د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې پرتله، د عوایدو کچه کې ۱۳ سلنه لوړوالی راغلی او لامل یې اصلاحات او نوې مالیاتي تعرفې بلل شوې دي.
په دغو اتو میاشتو کې د حکومتي بودیجې ۱۹۵ میلیارده افغانۍ لګول شوې چې له تېر کال سره دومره توپیر نه لري.
په دغه راپور کې بانکي فعالیتونه لږ بلل شوي او نړیوال بانک ویلي چې د سوداګریزو بانکونو پور ورکونه کمه شوې ده.
د امنیت په برخه کې په دغه راپور کې راغلي چې وضعیت خراب شوی، د ولسي وګړو مرګژوبله لوړه ده او د جګړو له امله د بېځایه شویو شمېر کې هم ډېروالی راغلی.
نړیوال بانک ویلي، د امنیتي وضعیت خرابېدو سره سره، ناارامو او ناامنو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه شوی او د پوښښ ساحه یې ډېره شوې.
نړیوال بانک وړاندوینه کوي چې که امنیتي وضعیت تردې خراب نشي، په ۲۰۱۸ کال کې به د افغانستان اقتصادي وده ۳،۲ سلنه زیاته شي. که څه هم دا شمېره د ۲۰۱۴ او ۱۵مو کلونو په پرتله لوړه ده، خو له ۲۰۰۳ نه تر ۲۰۱۳ کال پورې چې افغانستان په اوسط ډول ۷ سلنه وده لرله، ډېره کمه ده.








