"د جنرال دوستم روغتیا ښه ده او ژر به افغانستان ته ستون شي"

    • Author, عصمت بهیر
    • دنده, بي بي سي کابل

د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر وايي، جنرال عبدالرشید دوستم روغتیا ښه ده او ژر به هېواد ته ستون شي.

درې ورځې مخکې د افغان ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي هم ویلي وو، چې ګواکې د ښاغلي دوستم روغتیا ښه ده او ډېر ژر به له ترکیې څخه کابل ته راشي.

د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د اسلامي جنبش ګوند یوه ویاند کنشکا ترکستاني بي بي سي ته وویل ښاغلی دوستم به ژر هېواد ته ستون شي او د ولسمشر مرستیال په توګه به خپلې چارې سمبال کړي:

"د ولسمشر لومړی مرستیال اوس په ترکیه کې ژوند کوي او په دا وروستیو کې یې روغتیايي معاینې بشپړې شوې دي، هغه کارونه چې نوموړي په ترکیېه کې درلودل، خلاص شوي دي، نو اوس هېڅ داسې پلمه نشته چې افغانستان ته د ده د راتګ مخنیوی وکړي. ډېر ژر به هغه افغانستان ته راشي".

د دوستم د ساتونکو محکومول

له هغه وروسته چې د جوزجان پخواني والي احمد ایشچي پر جنرال عبدالرشید دوستم او د هغه پر ساتونکو د جنسي ځورونې تور پورې کړ، ښاغلی دوستم او ساتونکي یې د قضايي ادارو تر تعقیب لاندې راغلل.

تېره اونۍ یوې لومړنۍ محکمې د جنرال دوستم هغو اوو ساتونکو ته چې احمد ایشچي پرې تور پور کړی وو، هر یو ته د اته کاله بند سزا ور کړه خو د ښاغلي دوستم نوم په دغه ډله کې نه و.

لومړی مرستيال د تېرې مۍ میاشتې پر ۱۹ ترکيې ته لاړ. که څه هم هغه مهال یې دا تګ د درملنې په نوم و، خو وروسته ویل کېدل چې افغانستان ته یې د ستنېدلو مخنیوی کړي.

نوموړي څو میاشتې مخکې په ترکیه کې د بلخ والي عطا محمد نور او اجرایه ریاست دویم مرستیال محمد محقق د افغانستان ژغورنې ټلوالې جوړه کړه.

مزار شریف ته د دوستم د تګ مخنیوی

ټاکل شوې وه، افغانستان په تېره مزار شریف ته د جنرال دوستم په ستنېدلو سره دا ټلواله خپل رسمي موجودیت اعلان کړي.

خو وروستيو سیاسي پېښو په ځانګړي ډول هغې الوتکې چې د جولای پر ۱۸ یې جنرال دوستم له ترکیې مزار شریف ته لېږداوه او ویل کېږي افغان حکومت د کېناستو اجازه ور نه کړه، د ځینو په باور په دې د دغې ټلوالې رنګ هم پیکه کړ او رسماً یې د فعالیت اعلان و نه وشو.

دا چې افغانستان ته د ښاغلي دوستم په ستنېدلو سره به دا ټلواله د خپل موجودیت اعلان وکړي که نه، کنیشکا ترکستاني په دې اړه له نظر څرګندولو ډډه وکړه.

بلخوا ویل کېږي د افغانستان په شمالي ولایتونو کې یو شمېر پخواني جهادي قومندانان د بلخ له والي او جمعیت اسلامي ګوند اجرایه مشر عطا محمد نور سره د هغو رپوټونو په اړه سلا مشورې کوي، چې ویل کېږي مرکزي حکومت غواړي د بلخ لپاره نوی والي وټاکي.