تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملي ژغورنې ټلواله: 'ارګ هېواد کې د توکمیز نفاق تخم شیندي'
د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې د 'افغانستان د ملي ژغورنې ټلوالې' په یوه غونډه کې ارګ په امنیت راوستلو کې پاتې وباله او هم یې په هېواد کې د قومي نفاق پر خپرولو تورن کړ.
دا ټلواله په وروستیو کې د ترکیې پلازمېنه انقره کې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم، د بلخ والي عطاء محمد نور او د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق جوړه کړه.
د دغې ټلوالې له خوا مزار شریف ښار کې سلګونه کسان راغونډ شوي وو او اعتراضیه غونډه یې جوړه کړې وه.
د 'ملي ژغورنې ټلواله' یوه میاشت وړاندې د ترکیې انقره کې د جوړېدو اعلان وکړ، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې له پراخ مخالفت او غبرګون سره مخامخ شوه.
د سې شنبې ورځې (زمري لسمه) د مزار شریف ناسته کې د دغې ټلوالې ځینو مشرانو هم ویناوې وکړې.
دوی ویل، له دې غونډې جوړولو یې موخه د 'پراخو اصلاحاتو' په تېره بیا امنیتي بنسټونو کې اصلاحات راوستل دي.
د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم، د بلخ والي عطاء محمد نور او محمد محقق د یاد ایتلاف مخکښ مشران او بنسټګر دي.
د بلخ والي عطاء محمد نور په غونډه کې وویل، د افغانستان اوسنی امنیتي وضعیت خلکو ته د 'منلو وړ نه دی' چې په وینا یې په امنیتي بنسټونو کې بدلون راوستل غواړي.
هغه د ملي یووالي حکومت له مشرانو وغوښتل چې دده په ټکو د امنیتي ارګانونو 'بې کفایته مشران' له دندو ګوښه کړي.
ښاغلي نور د ټاکنیز کمیسیون پر جوړښت هم نیوکه وکړه او ادعا یې وکړه چې د اداري اصلاحاتو کمیسیون د دولتي ملکي کارکوونکو ګومارل د یوه کس په لاس کې دي، خو د دې ادعا د ثبوت لپاره یې نور جزییات وړاندې نه کړل.
که څه هم د بلخ والي د چا نوم وانخیست، خو ویې ویل چې ''د ولسمشرۍ د ملي امنیت مشاوریت، دفاع وزارت او ملي امنیت د حفیظ الله امین تګلارې ته په کتلو سره راغونډ شوي او خلک له ارګ پوښتي چې ایا د حفیظ الله امین د واکمنۍ د وخت د وژنو نیت لري؟''.
په ۱۳۵۹ کال افغانستان کې حفیظ الله امین د کمونیستي حکومت دویم ولسمشر و، چې د بشري حقونو د ځینو بنسټونو په وینا، هغه خپل ګڼ سیاسي مخالفان په ډله ییز ډول ووژل.
د یادې غونډې جوړوونکو ویل، په نورو ولایتونو کې به هم ورته غونډې وکړي.
څه موده وړاندې، د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش په حکومت کې د اپوزیسیون جوړېدل د نظام د کمزوري کېدو سبب وباله.
د نوموړي اشاره د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني او د بلخ والي عطاء محمد نور ټلوالې ته وه.
که څه هم د ژغورنې په نوم د دې ټلوالې یو شمېر غړو بي بي سي ته ویلي، چې د ټلوالي د جوړېدو موخه د نظام کمزوري کول نه دي، خو سرور دانش دا ټلواله د ملي یووالي حکومت د کمزوري کولو په مانا بولي.
دی وايي، افغان حکومت سره له دې چې له "ترهګرو" سره په جګړه بوخت دی، له ځینې داسې حرکتونو سره هم لاس و ګرېوان دی چې موخه یې د نظام کمزوري کول دي.
د دغې ټلوالې غړي هڅه کوي چې د ملي یووالي حکومت کې ډېره برخه خپله کړي، خو ولسمشرۍ ماڼۍ او اجراییه ریاست ویلي د افغانستان د اساسي قانون له مخې د حکومت د غړو برخې او صلاحیتونه څرګند دي.