"د کندهار معروف ولسوالۍ مرکز وسله والو طالبانو نیولی دی"

کندهار

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، څو اوونۍ وړاندې وسله والو طالبانو د معروف ولسوالۍ پر مرکز باندې د یوه زغروال ګاډي په مټ ځانمرګی برید هم کړي و.
    • Author, مامون درانی
    • دنده, بي بي سي کندهار

د کندهار له معروف ولسوالۍ لومړني راپورونه وايي، چې د دغه ولسوالۍ پر مرکز د یکشنبې ماښام شاوخوا اووه بجې وسله والو طالبانو ولکه ټینګه کړې ده.

یوې امنیتي سرچینې ویلي، پر ولسوالۍ باندې له تېرو دوو شپو راهیسې وسله والو طالبانو بریدونه پیل کړي ول.

د سرچینې په خبره ماښام مهال چورلکو د ولسوالۍ له مرکزه مړي او ټپیان ولېږدول، پاتې ځواکونه د سالیسون په نوم سیمې ته شاتګ کړی او مرکز یې وسله والو طالبانو ته پرېيښي دی.

خو د کندهار امنیتي چارواکي دا راپورونه ردوي چې ګواکې د ولسوالۍ مرکز دې طالبانو نیولي وي.

د راپورونو له مخې وسله والو طالبانو پرون شپه د ولسوالۍ د دوو امنیتي پوستو خوګیاڼو او نیکو په نوم تر نیولو وروسته ۵ سرحدي سرتېري وژلي او ۱۵ یې ژوندي نیولي دي.

که څه هم وسله والو طالبانو تر دې دمه د ولسوالۍ مرکز د نیولو په اړه څه نه دي ویلي، خو د دغه ډلې یو ویاند قاري یوسف احمدي وایي، د معروف ولسوالۍ په خوګیاڼو سیمه کې یې دوې پوستې نیولې دي.

معروف د کندهار ختیځ لور ته د پاکستان سره پر پوله پرته ولسوالي ده.

څو اوونۍ وړاندې وسله والو طالبانو ددغې ولسوالۍ پر مرکز باندې د یوه زغروال ګاډي په مټ ځانمرګی برید هم کړي و.

کندهار

د عکس سرچینه، Getty Images

د معروف ولسوالۍ د مرکز څخه پر داسې مهال افغان ځواکونه پر شا کېږي، چې اوړمه ورځ افغان ځواکونو د کندهار غورک ولسوالۍ څخه وسله وال طالبان شړلي او دغه ولسوالۍ یې نیولې ده .

دا په تېر یوه کال کې پنځم ځل دی، چې غورک د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ لاس په لاس کېږي.

د کندهار سیمه ییز چارواکي پر مرکزي حکومت باندې نیوکه کوي، چې دغې ولسوالۍ ته پاملرنه نه کوي.

غورک د کندهار شمال لور ته د نارامه هلمند ولایت له سنګین ولسوالۍ سره ګډه پوله لري.