کابل کې له چاودېدونکو توکو ډکه مازدا نیول شوې

په دې مازدا کې څو ډوله چاودېدونکي توکي ځای پرځای شوي وو
د عکس تشریح، په دې مازدا کې څو ډوله چاودېدونکي توکي ځای پرځای شوي وو

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي کابل ښار کې یې له چاودېدونکو توکو یوه ډکه مازدا نیولې چې لږترلږه ۳۰ بوشکې چاودېدونکي توکي او ۵۰۰ کیلوګرامه نیټروټ امونیم چاودېدونکي توکي پکې بار و.

سرچینه وايي، دا موټر یې هدف ته د تګ پرمهال درولی او نیولی دی.

د کورنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د یکشنبې په شپه ځانوژونکي غوښتل دا مازدا موټر د کابل یوې سیمې ته ولېږدوي.

دغه وزارت وايي، تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې یې دغه مازدا پېژندلې او له چلوونکي سره د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند کې نیولې ده.

د پولیسو په وینا، کله چې چلوونکي ته د درېدو امر شوی، نوموړی نه دی درېدلی، پولیسو ډزې پرې کړې او هغه یې ټپي کړی او بیا نیولی دی.

د کورنیو چارو د وزارت په وینا، له چاودېدونکو توکو ۳۰ ډکې بوشکې د بانجانو تر کرېټتونو لاندې ځای پرځای شوې وې.

څو ورځې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت ریاست د کابل پنځمې حوزې اړوند سیمه کې د ماین او ځانمرګو بریدونو کې د کارول کېدونکو واسکټونو د جوړولو یوځای کشف کړ.

د کابل پولیس وايي، لومړنۍ څېړنې ښيي، چې دا له کابل څېرمه میدان وردګو ولایت نه کابل ته لېږدول شوې ده.

دوی وايي، هره اونۍ له ۳۰۰ تر ۳۵۰ کسان د جنايي جرمونو او ترهګریزو اعمالو په شک نیول کېږي.

په دې مازدا کې څو ډوله چاودېدونکي توکي ځای پرځای شوي وو
د عکس تشریح، پولیس وايي، د چاودېدونکو توکو پرسر د بانجانو کریټونه ځای پرځای شوي وو
په دې مازدا کې څو ډوله چاودېدونکي توکي ځای پرځای شوي وو
د عکس تشریح، کابل پولیس وايي، په نیولو شویو توکو کې دوه بمونه هم دي