تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"افغان پلاوی له مسکو غونډې پنځه غوښتنې لري"
- Author, غزا نور
- دنده, بي بي سي
د روسیې پلازمېنه د شانګهای همکاریو تړون د افغانستان د تماس غونډې کوربه دی.
په دغه غونډه کې د ګډون لپاره د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزی هم له یوه لوړپوړي پلاوي سره مسکو ته رسېدلی دی.
د دغه زارت ویاند شکېب مستغني وايي، د غونډې ګډونوال په افغانستان کې پر روان وضعیت او د اوسني کړکېچ او ننګونو په هکله پر حل لارو او د افغانستان او شانګهای پر خپلمنځي همکارۍ خبرې کوي.
د نوموړي په خبره، افغان پلاوی په مسکو غونډه کې پر پنځو خبرو ټینګار کوي.
"اول دا چې دا ناسته د افغانستان په هکله ده او افغان حکومت تل ټینګار کوي چې د افغانستان په هکله هره غونډه کې باید افغان پلاوی یې د مشرۍ په کچه وي. دوی ټینګار په دې کوي چې دا ناستې مشترکه مشرتابه ولري او یو مشر یې هم افغانستان وي".
ښاغلی مستغني زیاتوي، افغان پلاوی له دې غونډې غواړي چې افغانستان ته په شانګهای تړون کې بشپړ غړیتوب ور کړي.
"دریم ټکی دا چې د شانګهای تړون غړي هېوادونه په بشپړ ډول له افغانستان سره په، امنیت، ترهګرۍ له منځه وړلو او ټیکاو راوستلو کې همکاري ولري".
"څلورمه غوښتنه به دا وي چې د شانګهای غړي له افغانستان سره اقتصادي همکاري زیاته کړي او پنځم هم د شانګهای غړي د افغانستان په مشرۍ د سولې د ټولو هڅو ملاتړ وکړي".
د مسکو غونډې
په مسکو کې د افغانستان په هکله د شانګهای تړون د افغانستان د تماس غونډې د تیر کال په وروستیو کې پیل شوې.
د دې لړۍ لومړۍ ناسته د پروسږکال د ډیسمبر پر ۲۷ وه، چې یواځې روسیې، چین او پاکستان پکې ګډون درلود او افغان حکومت ور بلل شوی نه و.
ګډونوالو ویل په افغانستان کې د سولې او ټیکاو لپاره باید د طالبانو ځینې نومونه د بندیزونو له نوملړه وایستل شي.
دا غونډه د افغان حکومت له نیوکه سره مخ شوه او مسکو وویل، چې بلې ناستې ته به کابل هم ور وبولي.
د اپرېل پر ۱۴ په دویمه غونډه کې افغان حکومت ګډون درلود، خو امریکا نه وه.
په دې ناسته کې پر وسلوالو طالبانو غږ وشو چې له جګړې لاس پر سر شي او له افغان حکومت سره خبرو ته کېني.
په دې ناسته د افغانستان، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، روسیې، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازو ګډون کړی و.
په نننۍ ناسته کې هم د شانګهای تړون پر غړو هېوادونو سربېره د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیران هم برخه لري.
شانګهای تړون
- شانګهای تړون پر ۲۰۰۱ کال د څو اړخیزو امنیتي، اقتصادي او کلتوري همکاریو لپاره جوړ شوی دی.
- چین، روسیه، قزاقستان،قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان د دې تړون اصلي غړي هېوادونه دي.
- خو چین او روسیه په دغه تړون کې مهم رول لري.
- پر ۲۰۰۴ کال منګولیا یا مغولستان هم د دغه تړون څارونکی غړی شو شو.
- پر ۲۰۱۲ کال افغانستان، هند، ایران او پاکستان د دې تړون څارونکي غړي شول.
- د شانګهای تړون د جوړېدلو موخه په سیمه د ناټو او امریکا د نفوذ په وړاندې د اڼدول جوړول بلل کېږي.