''د سولې عالي شورا کې باید د ځوانانو برخه ډېره شي''

پلازمېنه کې د ځوانانو ملي کنګرې په نوم شاوخوا ۲۰۰ ځوانان د افغانستان له ګوټ ګوټه راټول شوي چې د سولې په ټينګښت او ملي پروګرامونو کې د ځوانانو پر ونډې خبرې وکړي.
د ځوانانو د شبکې جوړول چې طالبان هم پکې برخه ولري، په ځوانانو کې د قومي او ژبنيو اختلافاتو مخنیوی او په لوړو څوکیو کې ځوانانو ته ونډه ورکول هغه عمده وړاندیزونه و چې په دې غونډه کې پرې بحث وشو.
دا پروګرام د جرمني/ المان مېشتو یو شمېر افغان کډوالو لخوا جوړ شوي دفتر، میډیوټیک، لخوا جوړ شوی دی.
په کابل کې د ځوانانو د ملي کنګرې د غونډې ګډونوال د یو شمېر کابل مېشتو تر څنګ د افغانستان له ولایتونو راغلي ځوانان، یو شمېر حکومتي چارواکي، مدني فعالان او زده کونکي دي.
د غونډې یو جوړونکی عبدالله رسولي وايي، ددې غونډې موخه تر ډېره ځوانانو له یو بل سره نیږدې کول او ددوی ترمنځ د همغږۍ رامنځ ته کول دي.
د افغانستان د نفوس ډېره برخه ځوانان دي. د رسمي شمېرنو له مخې، د افغانستان د اوسېدونکي ۶۵ سلنه د ۱۴ او ۲۵ کلونو ترمنځ دي.
د ځوانانو په ننۍ غونډه کې یو شمېر ویناوالو پر افغان حکومت نیوکه وکړه چې د دوی په وینا ځوانانو ته یې پوره پام ندی کړی او ددوی له انرژۍ یې مثبته ګټه نده پوره کړې.
د ولسي جرګې استازي عبدالقادر ځاځي په دې غونډه کې له افغان حکومته وغوښتل چې، د ده په خبره د سولې عالي شورا کې د ځوانانو ته زیاته ونډه ورکړي.
په افغانستان کې اوږدې جګړې، ټولنیزو او اقتصادي ستونزو تر ډېره ځوانان اغېزمن کړي او دې ډول وضعیت ځوانان جګړې او تاوتریخوالي ته اړ کړي دي.
اوسمهال همدغه ځوانان دي چې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو په لیکو کې له یوه بل سره په جګړه بوخت دي.
د کابل اوسېدونکې او د ځوانانو د کنګرې غونډې ګډونواله منوره وايي، ځوانان کولای شي د جګړې په مخنیوي کې رغنده رول ولوبوي. هغه وايي، ځوانان دې د ټولنیزو رسنیو په ګټه اخیستې د سولې په راوستو کې ګټه واخلي.
له کندوزه غونډې ته راغلې ریحانه رسولي وايي، که حکومت کار وړو کسانو ته وسپاري او ځوانانو ته کاري موکې برابرې شي، دا کار د امنیت په ټېنګښت کې مرسته کوای شي.
د ځوانانو ملي کنګرې غونډې ډېری ګډونوال فساد، بې کاري او فقر د جګړې عمده لاملونه ګڼي او وايي، که حکومت مهمې څوکۍ ځوانانو ته وسپاري، د جګړې عوامل به ددوی په باور له منځه یوسي.









