د کابل بېجینګ نوي اړيکي او د سولې لپاره هيلې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, فریدون خوځون
- دنده, د افغانستان د اجرائیه رئيس سلاکار
د کابل ـ بیجنګ د اړیکو تازه او نوی پړاو، کابل ته د چین د بهرنیو چارو وزیر په سفر لا غښتلی کېږي. د ملي یووالي حکومت له پيل راهیسې، دا کابل ته د ښاغلي وانګ یي لومړنی سفر وو.
دا سفر پهداسې مهال ترسره کېږي، چې افغانستان پرکور دننه له امنیتي او سیاسي ننګوونو سره مخ دی، له بلې خوا د چین له ستراتېژیک ملګري پاکستان سره د کابل اړیکي تر ټولو ترینګلي حالت کې دي.
چین په سیمه کې د خپل نفوذ او ځایځایګي لهامله کابل ته د خورا ډېر اهمیت وړ دی. افغان حکومت په دې آند دی، چې چین کولی شي، له افغان سولې سره مرسته وکړي او دغه بهیر د بریا تر بریده ورسوي.
له بلې خوا، د ملي يووالي حکومت او چین د سترو اقتصادي تړونونو او ګډو پروژو پليکېدا ته هم لېواله دي. دمګړۍ چین د "عینک مسو " او امو سیند د نفتو حوزه کې په پانګونې او د دې کانونو په اېستلو بوخت دي.

د عکس سرچینه، ARG
افغانستان د چین لپاره د اومو توکیو ښه زېرمه ګرځېدلی شي. د دې ترڅنګ افغانستان د "یو کمر بند ـ یوه لاره" چې د چین د ولسمشر په نوښت پیل شوې پروژه ده، هم پاموړ رول لري. د افغان حکومت له دريځه بیا افغانستان د څلور لاري په توګه د چین لپاره ګټور ثابتېدی شي.
تر دې مهم بیا امنیتي ګواښونه دي، چې په دې ورستیو کې افغان حکومت ورسره لاس و ګرېوان دی او چین يې په اړه اندېښنه لري.
چین د همدې ګواښونو د مخنیوي لپاره پتېيلې، چې له افغان سولې بهیر سره مرسته وکړي؛ خو د سولې بل اړخ پاکستان بیا د چین ستراتېژیک ملګری دی او د سولې له پروسې خپلې غوښتنې او شرطونه لري.
د ملي یووالي حکومت په پيل کې هغه مهال، چې افغان ولسمشر سعودي عربستان او بیا پاکستان ته سفرونه وکړل، د سولې لپاره نوې هیلې را وټوکېدې. له چینايي چارواکیو سره بیا د ولسمشر لیدو نوي امیدونه وټوکول.
د بېلګې په ډول چینایانو افغان حکومت ته ډاډ ورکړ، چې د سولې په بهیر کې به مرسته کوي پاکستان به هڅوي چې طالبان د سولې مېز ته کېنوي. له دې کتنو وروسته سمدلاسه د پاکستان د پوځ د هغه مهال مشر راحیل شریف کابل ته سفر وکړ. له ولسمشر او اجرايه رییسه یې یوه میاشت وخت وغوښت، چې طالبان به له افغان چارواکیو سره د سولې خبرو ته مخامخ کېنوي.

راحیل شریف وړاندیز وکړ، چې دوی به طالب مشران په الوتکه کې کابل ته راولي او له افغان چارواکیو سره به یې مخامخ له کوم مخکني شرط پرته د سولې خبرو ته کېنوي.
د ملي یووالي حکومت مشرتابه دا سمه ونهبلله، چې طالب مشران دې په الوتکه کې کابل ته راوړل شي او د سولې خبرې دې ورسره وشي. ځکه کېدای شي چې ټول طالب جنګیالي دغه سوله ونهمني، یوشمېر نور احساساتي ځوانان او هغه کسان چې دمګړۍ په ټيټه کچه د جګړې مشرۍ پر غاړه لري، له دې امر سرغړونه وکړي. دا اندېښنه هم پر ځای وه، چې یو لوی اکثریت طالب جنګیالي به د داعش لیکو ته ورمات شي او له طالبانو سره سوله به په افغانستان کې د ټيکاو لامل نهشي.
افغان حکومت دغه موده دریو میاشتو او بیا شپږو میاشتو ته وغځوله، چې د چینایانو په منځګړیتوب په طبیعي ډول له طالبانو سره د سولې خبرې مخ ته ولاړې شي. پاکستان او چین درې میاشت وخت وغوښت.
د دریو میاشتو له پوره کېدو وروسته د افغان حکومت غږ ته طالبانو لبیک ونه وایه. بیا یې هم د سولې بلنه رد کړه او جګړې ته یې دوام ورکړ. چینایانو یوازې د هڅوونې د رول یادونه کوله او پاکستان له ژمنو سره-سره د سولې په برخه کې عملي اقدام ونهکړ.

د عکس سرچینه، ARG
له همدې ځایه د کابل ـ اسلامآباد اړیکي ورو ورو مخ په ځوړ شوې. وروسته د چین او امریکا په منځګړیتوب څلور اړخیزې ناستې پيل شوې. کابل له ډېرو هیلو او لېوالتیا سره په دې ناستو کې برخه واخیسته. خو په ټولو ناستو کې یوازې او یوازې د کابل او اسلامآباد له ملامتولو پرته بله هېڅ لاستهراوړنه ښکاره نهشوه. خو دا چې په کابل کې د لوړ پوړو چارواکیو د ساتنې پر ادارې د وسله والو له لوري خونړی موټر بم برید وشو او کابل دغه بهیر وځنډاوه.
خو ورسره کابل له امریکا، جرمني او برتانیا سره د سولې هڅې روانې وساتلې. په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو او تحرکاتو زیاتوالي یو ځل بیا د چین حکومت اندېښمن کړ، په ځانګړي ډول هغه مهال چې د داعش په لیکو کې د ازبکستان، تاجکستان او د منځنۍ اسیا یوشمېر نورو د هېوادونو او چیچن جنګیالیو خبره را پورته شوه.
داسې اندېښنې هم وې، چې ګواکې د داعش په لیکو کې اویغور مسلمانان سر راپورته نهکړي. اویغور د چین هغه لږکي دي چې شین جیانګ کې اوسېږي، بېلتون پالي اورپکي دي او د چین د حکومت پر ضد دي.
له دې وړاندې څو ځلې د افغان حکومت له لوري د جګړې په لیکو کې اویغور مسلمانان نیول شوي او د ښه نیت لپاره چین ته سپارل شويدي.
پاکستان څو ځله له ولسمشر او اجرایه ریيس سره د لیدنو وړاندیزونه وکړل او اجرايه ریيس ته یې اسلاماباد ته د تګ بلنه ورکړه ، خو دا لیدنې ونهشوې.

د عکس سرچینه، Getty Images
هغو بیا په استانه کې د شانګهای کنفرانس په څنډو کې د چین ولسمشر شيجيپینګ له ولسمشر غني وغوښتل او منځګړیتوب یې وکړ، چې له نواز شریف سره وګوري. په دې ناستو کې د چین ولسمشر او د پاکستان لومړي وزیر یو ځل بیا د څلور-اړخیزو ناستو د پيلېدا وړاندیز وکړ، چې د ولسمشر له لوري منل شویدی. اوس کابل د دې ناستو لپاره په خپلو نویو شرایطو، غوښتنو او وړاندیزونو غور کوي.
د دې ترڅنګ چین هم د کابل بهیر په کنفرانس کې او هم اوس چې د بهرنیو چارو وزیر راغلی یو پيغام په خورا روښانه ټکو وړاندې کړ. نړۍ د افغانستان ترڅنګ ده او هېڅکله به افغانستان پرېنهږدي چې بیا د نړۍ د ترهګرۍ ځاله شي او چین هم د نړۍ برخه ده.
ښاغلي وانګيي وویل، چې دوی هم د ترهګرۍ په اړه اندېښمن او قرباني یې دي. نو دا پيغام د افغان سولې لپاره هیلې زیاتوي. دغه هیلې د اثبات لپاره کابل ته د ښاغلي وانګ يي سفر ښه بېلګه ده.
چین کولی شي، چې پاکستان د سولې بهیر او له ترهګرۍ سره رښتینې مبارزې ته اړ باسي. له یوې خوا چین د پاکستان تر ټولو پياوړی اقتصادي او پوځي ستراتېژیک ملګری دی. له بلې خوا د ترهګرۍ په پاللو او د تاوتریخوالي په دوام کې په افغانستان کې د چین سیاسي او اقتصادي ګټې له ګواښ سره مخ کېږي. چین نهغواړي په افغانستان کې د « عینک مسو » پروژه له ماتې سره مخ شي او په پاکستان کې پالل شوې ترهګري د افغانستان له لارې چین ته وغځېږي، یا دا چې نا امنه افغانستان د اویغور اورپکو لپاره خوندي پټنځی شي. یا د نا امنه افغانستان لهامله د "یو کمربند ـ یوه لار" بهیر له ماتې سره مخ شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
کابل هیله لري دا ځل به د څلور اړخیزو ناستو په دوام پاکستان خپلې ژمنې د چین او امریکا په حضور کې عملي کړي. پهدې برخه کې د چین ترڅنګ د کابل ډېرې سترګې د افغانستان په اړه د امریکا نوې اعلانېدونکې ستراتېژۍ ته هم اوړي، چې پاکستان به په کې تر فشار لاندې وي او د ترهګرو اصلي ځالې به د بریدونو موخې وي.
مک ماسټر او جیمز مټیز کابل ته د خپل سفر پر مهال افغان چارواکیو ته ډاډ ورکړ، هغه څه چې افغان حکومت میې "د پاکستان دوه مخیتوب او خپلسرۍ" بولي نور د منلو وړ نهدي او په نوې ستراتېژۍ کې به د افغانانو تمې او غوښتنې ځای کېږي.
همدا ټول د دې څرګندونه کوي چې پاکستان په نړیواله کچه د ګوښیتوب او فشارونو څخه د وتلو لپاره اړ دی، چې له افغان سولې سره مرسته وکړي.








