
په تېر جولای کې چین ته حامد کرزي د خپل وروستي سفر پرمهال پر اویغوري مسلمان مېشته سیمه د چینايي حکومت د واکمنۍ ملاتړ وکړ.
له افغانستانه د ناټو په چوکاټ کې د زیاترو بهرنیو ځواکونو د وتلو د نېټې په نژدې کېدا سره ددغه هېواد ګاونډيان (چین، هند، پاکستان او ایران) د خپلو ګټو د خوندي کولو او نفوذ ډېرولو په سوچ کې دي.
په دې لړ کې چین له افغانستان سره د خپلو اړیکو په تازه کولو او پراخولو لاس پورې کړی، چې په لومړي ګام کې یو جګپوړی چینایی چارواکی (د چین د امنیت لومړی مرستیال او د کمونیست واکمن ګوند د سیاسي دفتر غړی) چو یونګ کانګ افغانستان ته ولاړ.
افغان حکومت وايي له چين سره يې د واخان بندر پر پرانيستنې هوکړه کړې چې له دغې پولې نه به افغانستان ته د چين او ځينو نورو هېوادونو واردېدوونکي توکي راوړل کېږي.
له ۱۹۶۶ کال راپدېخوا، دا کابل ته د یوه جګپوړي چینايي چارواکي لومړی سفر دی.
په ۱۹۶۶ کال کې د چین د هغه وخت ولسمشر لیو چاو چي هم افغانستان ته سفر کړی وو.
ښاغلي چو له افغان ولسمشر حامد کرزي سره پر سوداګریزه غوړېدا خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې په امنیتي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو کې له افغانستان سره ملګرتیا ته دوام ورکوي.
چین دا ټټر هم وهلی چې د افغان پولیسو روزنې ته به اوږه ورکوي، چې دا مهال دا چاره د لوېديځ پرغاړه ده.
امنیتي ننګونه
که څه هم چین نه دي ویلي چې د شاوخوا ۱۴۹ زره افغان پولیسو روزنه به په څه ډول پیلوي، او مخته بیايي، خو په روان ۲۰۱۲ کال کې د افغان پوځيانو له لوري پر بهرنیو عسکرو مرګونو بریدونو د افغان پوځ او ناټو ترمنځ د باور فضا څه-ناڅه خړه پړه کړې ده.
چین، چې له افغانستان سره نژدې ۷۶ کیلومتره اوږده ګډه پوله لري، په دغه هېواد کې د خپلې اقتصادي همکارۍ په اړه د امنیت له اړخه اندېښنه لري.
دغه هېواد له دې کبله هم وېره لري، که چېرې په افغانستان کې اقتصادي همکاري او پانګونه وکړي، د ناټو له وتلو وروسته به ممکنه ناامنۍ ددوی ګټې په سین لاهو کړي.
تېره اوونۍ ولسمشر حامد کرزي له امریکا سره د روان کال په لومړیو کې د همکارۍ د لاسلیک شوي تړون په اړه اندېښنه وښوده، چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکايانو برخلیک څرنګه وي.
تر دغو وېرو او اندېښنو وروسته، ناټو له افغان ځواکونو سره ګډ ورځني عملیات محدود کړل.
امریکا وايي، چې افغان ځواکونه لاهم په لویو عملیاتو کې د بهرنیو ځواکونو ملتیا او مرستې ته اړتیا لري او تر اوسه ددې جوګه نه دي، چې د اورپکۍ لمن ورټولو توان دې ولري.
"که چین له یوې خوا د افغانستان د امنیت په اړه اندېښنه لري، بل پلو ددغه هېواد د طبیعي زېرمو (لکه تېل، زر، اوسپنه، مس، لیتیوم، یورانیم، او هغو نورو معادنو) رایستلو ته لېواله دی، چې ارزښت یې څو تریلیونه ډالر اټکل شوی دی."
دغو وېرو د کابل او پکین اندېښنې هم ډېرې کړې، او چینايي استازي چو یونګ کانګ له ترهګرو او دیني خوځښتونو هم وېره څرګنده کړې ده چې وايي په شرقي ترکستان کې جلا غوښتونکي، چې له منځنۍ اسیا او افغانستان سره ګډه پوله لري، د چین لپاره یو ګواښ کېدی شي.
په شرقي ترکستان کې نژدې نهه میلیون اویغوري مسلمانان اوسېږي، چې په ترکي خبرې کوي، او دوی وايي چې د چین د حکومت له لوري هر وخت تر فشار لاندې پاتې شوي دي.
په تېر جولای کې چین ته حامد کرزي د خپل وروستي سفر پرمهال پر اویغوري مسلمان مېشته سیمه د چینايي حکومت د واکمنۍ ملاتړ وکړ.
د زېرمو تږی
که چین له یوې خوا د افغانستان د امنیت په اړه اندېښنه لري، بل پلو ددغه هېواد د طبیعي زېرمو (لکه تېل، زر، اوسپنه، مس، لیتیوم، یورانیم، او هغو نورو معادنو) رایستلو ته لېواله دی، چې ارزښت یې څو تریلیونه ډالر اټکل شوی دی.
خو چین د لوګر د عینک مس د لوی کان رایستلو لپاره لا له وړاندې ملا تړلې وه، چې ارزښت یې نژدې درې میلیارد ډالر ښودل شوی.
دا چې دغه سیمه د نسبتاً ناامنو سیمو په کتار کې راځي، چین د عینک مس ځینې خپل کان کینستونکي چینایان له افغانستانه وایستل.












