ناامنیو له لوګره چینايي کان کنستونکي وتلو اته اړ کړل

د خپريدو وخت: 04:59 گرینویچ - شنبه‬ 08 سپتمبر 2012 - 18 وږی 1391

وړاندې د افغانستان د ولسي جرګو ځینو غړو هم په لوګر کې د نا امنیو په ډیریدو اندیښنه ښوولې وه.

د افغانستان د کانو وزارت وايي په لوګر ولایت که د نا امنۍ ډېرېدو د عینکو د مسو کان ځینې چینايي کارکوونکي دې ته اړ کړي چې له افغانستانه ووځي.

د دغه وزارت د عامه اړیکو مسوول احمد تمیم عاصي وايي، دغه چنايي کارکونکي په موقتي توګه له افغانستانه وتلي دي او په لوګر کې د امنیتي وضعيت په ښه کیدو سره به بیرته دغه هیواد ته ستانه شي:

''په لوګر کې موږ ځینې امنیتي ستونزې درلودلې او له همدې امله د عینکو د مسو د کان یو شمیر چینایي کارکونکي له افغانستان نه خپل هیواد ته ستانه شوي دی.

مشکلات په دې کې و چې د طالبانو ځینې قومندانانو د عینکو د مس په کان توغندي توغول او امنیتي ستونزې یې جوړولې.''

ښاغلي عاصي زياته کړه سره له دې هم اوس د عینکو د مسو په کان کې کار روان دی او د هغه په وینا د کانونو وزارت د امنیتي ځواکونو سره په یو ګډ پلان کار کوی چی له مخې به یې په لوګر ولایت او د عینکو د مسو په کان کې امنتي ستونزې لرې شي.

خو د لوګر د والي ویاند دین محمد درویش بیا وايي چې وړاندې د عینکو د مسو کان پر د طالبانو له خوا توغندي توغول کیدل او خو اوس دغه ستونزه لرې شوې او د کان د ویستلو چارې په نورمال ډول پرمخ روانې دي.

وړاندې د افغانستان د ولسي جرګو ځینو غړو هم په لوګر کې د نا امنیو په ډېرېدو اندېښنه ښوولې وه او ویلي یې و چې د عینکو د مسو کان چینایي کارکوونکي له لوګر ولایت نه وتلي دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>