پر افغان هوايي ځواک د امریکا پانګونه
امریکا افغانستان کې له ۱۶ کلنې ښکېلتیا وروسته پر افغان هوایي ځواک د ۱.۴میلیارډ ډالر پانګونې پرېکړه کړې.
ټاکل شوې دغه ځواک عصري او پیاوړی کړل شي.
د افغان پوځ شمېر ۱۹۵۰۰۰ سرتېرو ته رسېږي چې ۸۰۰۰ په کې هوایي ځواک دی، خو اوس پتېیل شوې د دغه ځواک شمېر ۱۵۰۰۰ ته لوړ او په عصرې تجهیزاتو سمبال شي.
موخه دا ده چې د جګړې انډول په پرېکنده ډول د افغان ملي پوځ په ګټه واړول شي.
ټاکل شوې په راتلونکو څو کلونو ۱۵۸ بلک هاک چورلکې افغان هوایي ځواکونو ته ورکړل شي، چې شپږ یې وار له مخه سپارل شوي.
له تېره څو ورځو راهیسې د کندهار په هوايي ډګر کې د بلک هاک الوتکو لپاره د افغان پیلوټان روزنه روانه ده.
افغان هوایي ځواک اوسمهال تر ډېره بریده پر روسۍ ام آی ۱۷ الوتکو تکیه دی چې زړې شوي او بلک هاک الوتکې یې په تدریجي ډول ځای نیسي.
د اففان پوځ الوتکې او ډولونه:
بلک هاک: ۶
ام ای ۱۷ چورلکې: ۵۲
ام ای ۳۵ چورلکې: ۱۱
ام دي ۵۳۰ چورلکې: ۱۶
اې۲۹ الوتکې
سي ۲۰۸ ترانسپورټي الوتکې: ۲۶
سي ۱۳۰ ترانسپورټي الوتکې: ۳
پي سي ۱۲ ترانسپورټي الوتکې

د عکس سرچینه، RSM
بلک هاک چورلکې لوجستیک او جګړیزو موخو دواړو لپاره کارول کېږي.
ګټه او نقصان
بلک هاک چورلکې سپکې، ګړندۍ او ارزانه دي. پرزې یې هم په اسانۍ موندل کېږي او کره نښه ویشتی شي.
ام ای ۱۷ بیا ګرانې پرېوځي او د کارونې موده یې هم اوښتې.
خو د افغان هوایي ځواک پرسونل د دغو چورلکو د کارولو ډېره تجربه لري او بلک هاک چورلکو ته د افغان پیلوټانو اړولو بهیر ښایي اوږد وي او ډېرې روزنې ته اړتیا ولري.









