غني: د پاکستان له دولت سره د خبرو له لارې د سولې تعقیبوونکي یو

د عکس سرچینه، ARG
کابل ته د ناټو سرمنشي جینز سټالټنبرګ د امریکا ددفاع له وزیر او افغان ولسمشر سره ګډې خبري غونډې ته وویل، ناټو نه غواړي له افغانستان ووځي، بلکې له افغانستان سره به خپلو ژمنو پوره کولو ته دوام ورکړي.
نوموړي وویل، د ناټو په همکارۍ به د افغان ځواکونو د اوږدې روزنې، همکارۍ او سلامشورو لپاره ژمنتیا ته دوام ورکړي.
ده وویل، طالبان باید پوی شي چې دوی جګړه نه شي ګټلی، بلکې پر مېز د مخامخ خبرو لپاره ډېرو هڅو ته اړتیا ده او په وینا یې ناټو د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ کوي.
هغه وویل، له افغان ځواکونو سره د ناټو د مرستو ژمنه پرځای ده، خو په وینا یې افغان حکومت باید پر خپلو ژمنو ټینګ پاتې شي.
له طالبانو غوښتنه
بل خوا، د امریکا دفاع وزیر، جیمز مټیس، چې افغانستان ته په ناڅاپي سفر تللی، کنفرانس ته وویل، د اسیا په سوېل کې بې ثباتي ټول هېوادونه ګواښي او له طالبانو یې غوښتنه دا وه چې د خبرو او سیاسي حل لار خپله کړي.
افغان ولسمشر هم دې غونډې ته په وینا او د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې وویل ''اوس طالبان د برخلیک جوړولو په دوه لارې کې دي، یا د پردیو د سیاست خدمت او بین المللي تروریزم سره یو ځای کېدل او د هغوی د ودې لپاره بستر جوړول چې په نابودۍ محکوم دي او یا دې تصمیم ونیسي چې جنګ او تاوتریخوالی پایته رسوي او د هېواد سوله او ابادۍ کې ونډه واخلي. ''
ښاغلي غني زیاته کړه، اوس افغان ځواکونه پیاوړي کېږي، خو تر هرڅه مهم د بین الافغاني سولې د محور رامنځ ته کول دي او افغان دولت تل د خبرو او د خپلمنځي خبرو پلوی دی.

د عکس سرچینه، RS
له پاکستان سره سوله!
ولسمشر غني وویل: ''موږ په دوو محورونو کې د سولې تعقیبولو غوښتونکي یو، یو له پاکستان سره سوله چې دولت له دولت سره د خبرو له لارې به ترلاسه شي، په ځانګړي ډول په دې لید سره چې په افغانستان کې ثبات د هېڅ بل هېواد په زیان نه دی او برعکس د افغانستان ثبات په سیمه کې د اقتصادي انکشاف زمینه برابروي. ''
ښاغلي غني قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د تړل کېدو په اړه، چې د ځینو رسنیو د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یې ملګرو ملتونو کې له ولسمشر غني د تړلو غوښتنه کړې وه، ځواب کې وویل، حالاتو ته په کتلو سره به ددغه دفتر د برخلیک په اړه پرېکړه کوي.









