"هند افغانستان ته پوځيان نه استوي"

د عکس سرچینه، hindustantimes.com
هند وايي داسې هېڅ احتمال نه شته، چې هندي پوځیان افغانستان ته واستول شي.
د امریکا د دفاع له وزیر جېمس ماټیس سره له لیدنې وروسته ګډې خبرې غونډې ته وینا کې د هند دفاع وزیرې نیرمالا سیټهارامن ویلي:
''هیڅ یو هندی پوځي به پر افغان خاوره پل نه ږدي. ''
له دې مخکې داسې ګنګوسې وې، چې ګواکې هند په افغانستان کې د خپل شتون ډېروالي لپاره دغه هېواد ته پوځیان استوي.
خو مېرمن نرمالا ویلي، د پوځیانو استولو احتمال نه شته، البته په خبره یې، هېواد به یې په پرمختیايي او طبي چارو کې له کابل سره خپلې مرستې روانې ساتي.
دې وویل هند نه غواړي د افغانستان جګړه کې ښکېل شي.
د امریکا متحدو ایالتو د افغانستان لپاره د خپلې پالیسۍ اعلان پر مهال له هنده غوښتي وو، چې د افغانستان پرمختیا او بیا رغاونه کې باید پراخ رول ولوبوي.
مېرمن نرمالا ویلي، په سیمه کې د ترهګریزو مسلو په تړاو د هندي او امریکايي چارواکو ترمنځ خبرې شوې، او پر هغو مسلو هم سره غږېدلي یو چې ځینې اړخونه ترهګرۍ د دولتي سیاست د یوې الې په توګه کاروي.

د عکس سرچینه، Getty Images
هند په افغانستان کې د طالبانو دواکمنۍ له پرځېدا وروسته د اټکل له مخې د دوه میلیارد ډالرو په ارزښت لويې او وړې پروژې عملي کړي, چې ډېری یې اوس بشپړې شوي دي.
د هند او امریکا ترمنځ اړیکي وروسته تر هغه ډېر زیات شول، چې نوي ډیلي په تېره یوه لسیزه کې د ۱۵ میلیارد ډالرو په ارزښت وسلې او پوځي توکي له امریکا واخیستل.
وړاندې هند له پوځي ملاتړه پر روسیې تکیه کوله. په لومړي ګام کې امریکا ۲۲ سي ګارډیان بې پیلوټه الوتکې د هند سمندري ځواکونو ته ورکوي.
د ناټو له ټلوالې له بهرني هېواد (هند) سره د امریکا ددغه تړون هوکړه په تېره جون میاشت کې لاسلیک شوې وه.








