هند او پاکستان د ملګرو ملتونو عمومي غونډه د تور لګولو په ډګر بدله کړه

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, پاینده څرګند
- دنده, بي بي سي، لندن
د ملګروملتونو په عمومي غونډه کې هند او پاکستان د ډېرو نورو هېوادونو په ډول یوازې وینا ونه کړه، بلکې د پاکستان تر لومړي وار وروسته د عمومي غونډې تالار د دواړو هېوادونو ترمنځ د تورونو او سپیناوي په ډګر بدل شو.
هند وروسته له هغه پاکستان ته د ځواب ورکولو لپاره له خپل حقه استفاده وکړه او "تروریستان" یې وباله چې د پاکستان لومړي وزیر هند په "جنګي جرمونو" تورن کړ.
د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي د کشمیر پر لانجمنې مسلې په خپلې وینا کې هند د "ترهګرۍ په صادرولو" تورن کړ چې هند هم د ځواب په ورکولو کې ځنډ او په شا تګ ونه کړ.
ښاغلي عباسي وویل "د ساچمو ډزو د ماشومانو په ګډون په زرګونو کشمیریان ړانده او کلک ټپیان کړي. دا هغه ظلمونه دي چې په ښکاره جنګي جرمونه او د جینیوا له هوکړې سرغړونه ده."
د هند ځواب
په ملګرو ملتونو کې د هند لومړي سکرټر ینام ګمبیر وویل "جالبه ده، هغه هېواد چې اسامه بن لادن یې وساته او ملا عمر ته یې پناه ورکړه دا ځیرکي لري چې وښيي قرباني دی."
د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج ته چې د وینا وار ورسېدو، د ځان او پاکستان نړیوال موقف یې رامخته کړ او ویې ویل: "د نړۍ په کچه هند ته د معلوماتي ټکنالوژۍ د یوه ځبرځواک په سترګه کتل کېږي او پاکستان ته د یوه ترهګر هېواد په سترګه".
منځپانګه نه شته
په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي سي د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.د پوسټ Facebook پای
اغلې سوراج د خپل هېواد او پاکستان لاسته راوړنې پرتله کړې، د خپلو ټکنالوژیکو بنسټونو او لویو روغتونونو نومونه یې واخیستل خو پاکستان یې په دې تورن کړ چې ګواکې د داسې بنسټونو پر ځای یې "لشکرطیبه، جیش محمد، حقاني شبکه، حزب المجاهدین" او د دې په وینا "د ترهګرو مرکزونه جوړ کړل."
د وینا پرمهال چې اغلې سورج په هندۍ ژبه غږېده، احساسات یې سخت راټوکېدلي برېښېدل او وینا یې نېغ په نېغه پاکستان ته وه، چې یوې برخې کې یې وویل: "موږ عالمان، ساینسپوهان، انجنیران او ډاکټران پیدا کړل، پاکستانیانو، تاسې څه پیدا کړل؟ تاسې ترهګر او جهادیان پیدا کړل… په دې پوهېږۍ چې ډاکتر د مړه کېدونکي انسان ژوند ژغوري خو جهادي ژوندي خلک وژني."
پر ټولینزو شبکو هم د هند او پاکستان مسلې تاوده بحثونه رامنځته کړي. د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ملګرو ملتونو کې د خپل هېواد د بهرنیو چارو د وزیرې وینا ستایلې او لیکلي یې دي چې "هند ته یې ویاړ"وګاټه.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
د هند د بهرنیو چارو وزیرې په افغانستان او بنګله دېش کې هم د ناامنیو تور پاکستان کې پر جوړو شویو ډلو واچاوه او پاکستانیانو ته یې خطاب کې وویل: "هغه پیسې چې د ترهګرو پر مرستې یې لګوئ، که له هغه خپلو خلکو ته د ګټې رسولو لپاره وکاروئ او یا یې د خپل هېواد پر پرمختګ ولګوئ، یو خو به نړۍ د ترهګرۍ له شره خلاصه شه بل به مو خلکو ته خیر ورسي او هېواد به مو پرمختګ وکړي."
د پاکستان غبرګون
د هند له خوا دې سختو خبرو او تورونو ته د غبرګون لپاره پاکستان د ملګروملتونو غونډې کې د ځواب ورکولو له خپل حقه کار واخیست.
ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازې ملیحه لودي هند په دې تورن کړ چې " له قصده د جمو او کشمیر پر مسلې سترګې پټوي، خو دا د هند برخه نده. خلک یې باید خپله راتلونکې وټاکي."
دې هم هند د ترهګرۍ په تړاو یو لقب غوره کړ او ویې ویل: " هند په جنوبي اسیا کې د ترهګرۍ مور ده."
اغلې لودي ادعا وکړه چې هندي ځواکونه پر کشمیریانو د ساچمو ډزې کوي او پر ګوجراتیانو ظلم کوي، له دې سره یې د هند د "ظلم انځور" په توګه یو عکس ښکاره کړ چې یوه نجلۍ وه چې سور پړونی یې پر سر و او مخ یې ځای ځای ټپي و.
تر هغه وروسته پر خواله رسنیو د یو شمېر فعالینو له خوا نیوکې خپرې شوې چې دا عکس د یوې ټپي فلسطینۍ نجلۍ ده.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 3
اغلې لودي پر دې ټینګار وکړ چې د کشمیر خلک نه غواړي د هند تر ولکې لاندې ژوند وکړي او غږ یې وکړ چې"ملګري ملتونه باید مداخله وکړي او د کشمیر مسله اواره کړي."
د پاکستان او هند ترمنځ ستونزه، افغانستان که کشمیر؟
سره له دې چې په دې وروستیو کې پاکستان په افغانستان کې د هند له هر ډول فعالیت سره مخالفت کوي او د نارضایتۍ یو لامل یې بولي، د ملګرو ملتونو په غونډې کې دواړو هېوادونو ترمنځ لانجمنه موضوع هماغه د کشمیر زړه کشاله وه.
د پاکستان استازو ټوله خبره پر کشمیر څرخوله او د هند له هغو خبرو یې ځان په څنګ تېر کړ چې ویلې یې، د دوی په وینا د حقاني شبکې په ګډون "ترهګرې ډلې" یې جوړې کړي او "نړۍ ته ترهګري صادروي."
د دوو اټومي هېوادونو هند او پاکستان ترمنځ کشمیر د شخړې یو مهم لامل دی.
په ۱۹۴۷ کال کې له برتانیې د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته دغو هېوادونو درې ځلې پر لانجمنې سیمې جګړه کړې.
د ډېری مسلمان مېشتو کشمیري سیمو یو شمېر خلک له ۱۹۸۹ کاله راهیسي د هند د واک پر وړاندې وسله واله پاڅون کوي. هند پاکستان په دې تورنوي چې د وسله والو ډلو ترشا یې لاس دی خو پاکستان دا تورونه ردوي.








