د غزني د جغتو امنیه قومندان ووژل شو

ر

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح، غزني ښار

په غزني کې ځايي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د جغتو ولسوالۍ امنیه قوماندان ناظر حسین د وسله والو طالبانو په کمین کې ووژل شو.

د غزنی د امنیه قوماندانۍ ویاند فهیم امرخېل بی بی سی ته وویل، ناظر حسین سهار مهال له غزني د جغتو ولسوالۍ په لوری روان و، چې د طالبانو له یوه کمین سره مخامخ او په نښته کې ووژل شو.

فهیم زیاتوي د دغې نښتې په ترڅ کې یو ولسي وګړی هم وژل شوی.

دا له یوې اونۍ په کم وخت کې د ولسوالۍ په کچه دویم امنیه قوماندان دی چې د وسله والو طالبانو په برید کې وژل کېږي.

تېره جمعه په غزني ولایت کې د امنيتي ځواکونو پر یوه پوسته د طالبانو په بريد کې د ګيلان ولسوالۍ امنيه قوماندان عبدالمتین همت له خپلو دوو ساتونکو سره وژل شوی و.

ښاغلي همت په سيمه کې بند پاتې شوو ځواکونو ته مرسته رسوله، چې له برید سره مخ شو.

غزني د افغانستان یو ناامنه ولایت بلل کېږي او په دې وروستیو کې یې بیا په مختلفو ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې ډېرې شوې دي.

پکتیا کې چاودنه

له بلې خوا د پکتیا مرکز ګردېز کې نن سهار چاودنې دوه کسان ووژل او درې نور یې ټپيان کړل.

د پکتیا امنیه قومندانۍ د امنیت امر سمونوال نثار احمد عبدالرحیمزي وایي، چاودنه د افغان پوځیانو پر موټر د نښلول شوي ماین له امله شوې ده.

په وژل شویو او ټپیانو کې د پوځ یو یو سرتیری شامل دی او یو ولسي وګړی وژل شوی او دوه ټپیان دي.