د طالبانو برید د غزني ګیلان امنیه قومندان وژلی

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
په غزني ولایت کې د امنيتي ځواکونو پر یوه پوسته د طالبانو په بريد کې د ګيلان ولسوالۍ امنيه قوماندان عبدالمتین همت وژل شوی.
پوليس وايي په دغه بريد کې چې تېره شپه وشو د ښاغلي همت دوه ساتونکي هم ټپيان شوي دي.
ښاغلي همت په سيمه کې بندو پاتې شوو ځواکونو ته مرسته رسوله. د غزني د امنیه قوماندانۍ وياند فهیم امرخېل بي بي سي ته وویل، له دغه بريد وروسته په یوه جګړه کې چې اته ساعته وغځېده، اووه طالب جنګيالي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
طالبان ادعا کوي چې افغان امنيتي ځواکونو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
غزنی په وروستیو کې ناامنه شوی چې د جګړو او نښتو خبرونه ترې ورکول کېږي.
د قومي مشر وژل کېدل
بل خوا، نامالومو وسله والو د افغانستان د ختیځ ولايت ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې یو قومي مشر وژلی. د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګياڼي بي بي سي ته وویل، پر ملک نصيب له کوره د بازار پر لور د تګ پر مهال بريد شوی.
د سیمې اوسېدونکي وايي ښاغلي نصيب په سيمه کې له دولتي ادارو سره ښې اړيکې لرلې. سره له دې چې هېڅ ډلې د دغه بريد پړه نه ده منلې خو په جلال اباد کې چارواکي طالبان د دغه بريد پړه ګڼي. طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.









