تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د فراه د شیب کوه ولسوال له پنځو ساتونکو سره ووژل شو
د فراه د شیب کوه ولسوال عبدالرحیم حیدري په سړک غاړې بم چاودنه کې وژل شوی دی.
د فراه د والي ویاند ناصر مهري رسنیو ته په استولې اعلامیه کې ویلي، د نوموړي او د هغه د پنځو ساتونکو وژل تایید کړي دي.
د نوموړي په خبره، عبدالرحیم حیدري د شیب کوه په دور جو سیمه کې تېر مازیګر وژل شوی دی.
د عبدالرحیم حیدري د وژنې په هکله دا هم ویل کېږي، چې موټر پسې نښلېدلي بم وژلی دی.
ځینې رپوټونه دا هم وايي، چې له نوموړي سره په پڼځو وژل شویو کسانو کې یې یو زوی هم دی.
د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټوېټ کې ویلي، چې عبدالرحیم حیدري یې له پنځو ساتونکو سره وژلی دی.
عبدالرحیم حیدري په خواله رسنیو کې د فراه ولایت یو مخور شخص بلل شوی.
فراه له هلمند وروسته د افغانستان تر ټولو لوی ولایت بلل کېږي.
د دغه ولایت د ډېری ولسوالیو خلک له ناامني شکایت کوي.