تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د عکسونو البوم: د کابل زنبق څلورلارې د معترضینو له خېمې ټولولو وروسته
د بي بي سي خبریال اسمعیل شهامت د کابل زړه کې هغې سیمې ته تللی، چې تېره شپه پولیس له معترضینو سره لاس او ګرېوان شول. هلته لاهم ګڼ پولیس لیدل کېږي.
د پولیسو سرچینو منلې ده چې په دې نښته کې یو معترض وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي.
د بي بي سي خبریال وايي، کابل ښاروالۍ د خېمې ځای پاک کړی او د تېرې شپې د نښتو کوم اثر نه معلومېږي.
زموږ د خبریال په وینا، کابل کې معترضینو ادعا کړې چې د تېرې شپې نښته کې د دوی دوه کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
معترضان وايي پولیسو تېره شپه ۱۲ نیمې بجې د دوی د خېمو په ټولولو لاس پورې کړ چې بیا وروسته نښته پیل شوه او د ګهیځ تر ۴ بجو یې دوام وکړ.