د عکسونو البوم: د کابل زنبق څلورلارې د معترضینو له خېمې ټولولو وروسته

د بي بي سي خبریال اسمعیل شهامت د کابل زړه کې هغې سیمې ته تللی، چې تېره شپه پولیس له معترضینو سره لاس او ګرېوان شول. هلته لاهم ګڼ پولیس لیدل کېږي.

د پولیسو سرچینو منلې ده چې په دې نښته کې یو معترض وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي.

د بي بي سي خبریال وايي، کابل ښاروالۍ د خېمې ځای پاک کړی او د تېرې شپې د نښتو کوم اثر نه معلومېږي.

زموږ د خبریال په وینا، کابل کې معترضینو ادعا کړې چې د تېرې شپې نښته کې د دوی دوه کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

معترضان وايي پولیسو تېره شپه ۱۲ نیمې بجې د دوی د خېمو په ټولولو لاس پورې کړ چې بیا وروسته نښته پیل شوه او د ګهیځ تر ۴ بجو یې دوام وکړ.

کابل پولیس وايي، له زنبق څلورلارې یې د معترضانو مرکزي خېمه لرې کړې ده
د عکس تشریح، کابل پولیس وايي، له زنبق څلورلارې یې د معترضانو مرکزي خېمه لرې کړې ده
ویل کېږي کابل ښاروالۍ د تېرې شپې د نښتې ځای پاک کړی او هلته اوس د نښتې هېڅ اثر نه معلومېږي.
د عکس تشریح، ویل کېږي کابل ښاروالۍ د تېرې شپې د نښتې ځای پاک کړی او هلته اوس د نښتې هېڅ اثر نه معلومېږي.
ولسمشرۍ ماڼۍ او سپېدار ماڼۍ ته غِځېدلی سړک هم په کانتینرونو بند شوی
د عکس تشریح، ولسمشرۍ ماڼۍ او سپېدار ماڼۍ ته غِځېدلی سړک هم په کانتینرونو بند شوی
زنبق څلور لاری چې معترضانو پکې لویه خېمه وهلې وه
د عکس تشریح، زنبق څلور لاری چې معترضانو پکې لویه خېمه وهلې وه
کابل

د عکس سرچینه، BBC

د عکس تشریح، کابل
کابل
د عکس تشریح، د کابل ښار ځینې مهم سړک په کانتینرونو بند شوي وو
کابل
د عکس تشریح، زنبق څلورلاری
کابل

د عکس سرچینه، BBC

د عکس تشریح، کابل کې د زنبق څلورلاری نن ګهیځ
کابل
د عکس تشریح، د کابل ښار پاکولو بهیر
کابل
د عکس تشریح، کابل ښاروالۍ کارکوونکي
کابل

د عکس سرچینه، BBC

د عکس تشریح، نن ګهیځ د کابل ښار یوه څنډه