افغانستان کې د داعش جګپوړی قومندان "وژل" شوی

د عکس سرچینه، AFP
په افغانستان کې امریکايي ځواکونه وايي، د ننګرهار اچین ولسوالۍ کې د "اسلامي دولت" (داعش) ډلې د خراسان ولایت یو جګپوړی قومندان جواد خان په هوايي برید کې وژل شوی.
سرچینه وايي، برید د جون پر درېیمه د امریکايي ځواکونو له خوا شوی.
په افغانستان کې د پرېکنده ماموریت یوه خبرپاڼه کې ویل شوي:
"جواد خان د ننګرهار اچین ولسوالۍ کې د جون پر درېیمه په هوايي برید کې په نښه شوی دی."
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال جان نیکولسن وايي: "د هغه مرګ به د خراسان ولایت د داعش شبکې فعالیتونه ګډوډ کړي، د ګومارلو لړۍ به یې کمزورې او د نړیوالو عملیاتو هڅې به یې له منځه یوسي."
نوموړی وايي، په افغانستان کې د داعش اورپکو لپاره خوندي پټنځي نه شته، موږ له خپلو افغان ملګرو سره په ډېر شدت سره د داعش ماتولو ته دوام ورکوو.
د امریکايي ځواکونو په وینا،جواد خان ددغې ډلې د خراسان څانګې یوه جګپوړي اړیکه نیوونکي رول لوباوه، چې د هغه په مړینه به ددغې ډلې د رسنیو او تبلیغاتو څانګه شنډه کړل شي او له سوریې سره به یې هم اړیکي وشلېږي.
په تېرو لسو میاشتو کې افغان ځواکونو د داعش ځینې مهم مشران له منځه یووړل، چې له دې ډلې یو هم ددغې ډلې امیر حافظ سعید او تر هغه وروسته د دوی بل مشر عبدالحسیب هم پکې شامل دي.
وړاندې څو ځلې د داعش د مشر د وژل کېدو په اړه رپوټونه خپاره شوي وو
افغانستان کې د داعش د دغه قومندان د وژل کېدو خبر یوه ورځ وروسته تر هغه خپور شوی، چې روسیې د سوریې رقه ښار کې د داعش د مشر ابو بکر البغدادي د احتمالي وژل کېدو خبر خپور کړ .
افغانستان کې د داعش ځینې مهم وژل شوي قومندانان
- ملا بزرګ، چې د ۲۰۱۶ کال نومبر کې ننګرهار کې هوايي برید په نښه کړ.
- ملا عبدالرؤوف خادم،د ۲۰۱۵ کال فبرورۍ کې هلمند کې څارګرو الوتکو په نښه کړ.
- د ۲۰۱۶ کال اګست میاشت کې د داعش د مشر حافظ سعید د وژل کېدو خبر خپور شو.








