افغان وزیر امرالله صالح له خپلې دندې استعفا کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
په امنیتي سیکتور کې د افغانستان د دولت وزیر امرالله صالح استعفا کړې. نوموړي پر خپله رسمي فېسبوکپاڼه لیکلي:
''زه ځان د افغانستان امنیتي سیکتور اصلاحاتو وزیر او دفاعي ځواکونو کې د افسرانو ګومارلو عالي بورډ له مشرتابه مستعفي بولم. ''
نوموړي د استعفی دلیل نه دی څرګند کړي، خو همدې پیغام کې یې ویلي ژر به د خپلې استعفا لامل پر ډاګه کړي:
''پوهېږم ستاسې ذهنونو کې به ډېرې پوښتنې وي. خو امنیتي رازونو او مهمو ملي مصلحتونو ته په پام سره به هڅه وشي، چې د دغې استعفا عوامل او دلیلونه ژر ستاسې خدمت ته څرګند کړم. ''
نژدې درې میاشتې مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان له مخې 'د امنیتي سکتور اصلاحاتو چارو لپاره د دولت وزارت ' په نامه یو نوی وزارت رامنځته کړ او د افغانستان ملي امنیت ادارې پخوانی مشر امرالله یې صالح یې د وزیر په توګه ورته وټاکه.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ له دفاع او کورنیو چارو وزارتونو غوښتي وو، چې د دولت د وزیر په توګه له ښاغلي صالح سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
دمګړۍ د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د ښاغلي صالح د استعفا په اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ۲۰۱۰ کال جون میاشت کې د ملي امنیت ادارې د رییس په توګه د امرالله صالح استعفا منلې وه.
هغه مهال له ښاغلي صالح سره یو ځای محمد حنیف اتمر د کورنیو چارو وزیر په توګه استعفا کړې وه. امرالله صالح ۱۳۸۹ کال کې له استعفا وروسته د 'زرغون بهیر ' په نوم یو مرکز جوړ کړ.

د عکس سرچینه، FB








