د افغانستان د څارګرې ادارې پخوانی مشر وايي، اټکل کوي چې له افغانستان نه د ناټو ځواکونو د وتو له پيل سره به طالبان ډېر زيات ډراماتيک بريدونه وکړي.
امر الله صالح چې تر ۲۰۱۰ کاله پورې، اته کاله د افغانستان د استخباراتي ادارې مشر وو بي بي سي ته ويلي طالبان ښايي تر هغه خپلې جګړې ته دوام ورکړي چې د سولې په معامله کې د مهم شي په ترلاسه کولو ډاډه شي.
ښاغلی صالح چې اوس د ولسمشر کرزي يو سياسي مخالف دی وايي د کابل په زړه کې تازه بريدونو وښوده چې طالبان يو مهم ګواښ دی.












