د افغانستان په اړه تګلاره "ډېر ژر" ټرمپ ته وړاندې کېږي

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
د امریکا دفاع وزیر جېمز مټیس د دغه هېواد کانګریس ته ویلي، د افغانستان په اړه د تګلارې لپاره به بېلابېل غوراوي "ډېر ژر" وړاندې کړي. نوموړي د ولسي جرګې د وسله والو ځواکونو کمېټې ته ویلي، د افغانستان د مسلې هواري لپاره به سیمه ییزه تګلاره ولسمشر ټرمپ ته وسپارل شي.
نوموړي د ولسي جرګې د وسله والو ځواکونو کمېټې ته ویلي، دی به د افغانستان د مسلې په اړه یوه سمه تګلاره ولسمشر ټرمپ ته وسپاري.
امریکايي رسنۍ وايي، د ټرمپ حکومت په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د ډېرولو تابیا کوي، چې دا به د افغان جګړې په اړه د مخکیني ولسمشر بارک اوباما د تګلارې یو مخیز بدلون وي.
جېمز مټیس د دوشنبې په شپه یادې کمېټې ته د ۲۰۱۸ کال د دفاعي بودیجې شاهدي پرمهال وویل، د افغانستان په تړاو جوړېدونکي پلان او تګلاره کې به د "سیمې هېوادونو نژدېوالی" هم شامل وي:
"موږ هڅه کوو په دې اړه سیمه ییز نژدېوالی رامنځ ته کړو او ژر به یې ولسمشر ته د وروستۍ پرېکړې لپاره واستوو. موږ هرڅه د هند او پاکستان او افغانستان ترمنځ د وضعیت له مخې ګورو. همداشان د ایران او ټولې سوېلي اسیا سیمو نژدېوالی هم مهم دی."
افغانستان ته نور سرتېري
ښاغلي مټیس دا څرګندونې وروسته تر هغه کړې، چې د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا اداره افغانستان ته د اضافي سرتېرو د استولو په اړه پښه نیولې ښکاري.
امریکا افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو په اړه په داسې حال کې زړه نازړه ده، چې افغان ځواکونه وسله والو طالبانو او "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې سره په سخته جګړه کې بوخت دي.
د امریکا د دفاع وزیر له څرګندونو څو ساعته وړاندې، د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د امریکايي ځواکونو کاروان د سړک غاړې پر یوه ماین وربرابر شو، خو د اونۍ لومړیو کې د یوه افغان په ډزو درې امریکايي سرتېري ووژل شول.
د روانې میاشتې لومړیو کې د امریکا لویو درستیزانو د کمېټې مشر جنرال مارک میلي ویلي وو، افغانستان ته د نورو سرتېرو استولو ملاتړ کوي.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال جان نیکولسن هم په تېره فبرورۍ میاشت کې د امریکا کانګرس ته ویلي وو، د افغان جګړې له لانجمن حالته د وتلو لپاره دغه هېواد ته د نورو امریکايي سرتېرو استولو اړتیا ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
څو اونۍ وړاندې داسې رپوټونه هم ورکړل شوي وو، چې ځینې امریکايي چارواکي افغانستان ته د طالبانو پروړاندې د جګړې لپاره لږترلږه ۳۰۰۰ سرتېري استوي.
خو کابل ته د امریکا د دفاع وزیر پخپل وروستي سفر کې ویلي وو، هېواد به یې له افغانانو سره اوږه په اوږه د وسله والو مخالفانو پروړاندې مبارزه کوي.
دا مهال افغانستان کې شاوخوا ۸۴۰۰ امریکايي او ۵ زره د نورو هېوادونو سرتېري د ناټو په چوکاټ کې مېشت دي، چې د پرېکنده ماموریت تر چت لاندې د افغان ځواکونو د ملاتړ، روزنې او سلامشورو دندې مخته وړي.








