تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان ولسمشر او د پاکستان لومړي وزیر نوې هوکړه کړې
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف د ترهګرو ډلو پرضد د فعالیتونو د تایید پر میکانیزم هوکړه کړې.
بي بي بي سره په خبرو کې یو افغان چارواکي تایید کړه چې د دواړو مشرانو ترمنځ دغه نژدې یو ساعته لیدنه د قزاقستان پلازمېنه استانه کې د شنګهايي همکارۍ سازمان غونډې په څنډه کې شوې ده.
رپوټونو کې ویل شوي د اشرف غني او نواز شریف لیدنه کې د ترهګرو پر ضد د فعالیتونو په اړه یوه بل ته د خپلمنځي معلوماتو ورکولو او دغه راز د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین څلور اړخیزې ډلې پر کارولو هوکړه شوې.
رپوټونو کې دغه راز راغلي، لومړي وزیر نوازشریف کابل کې موټربم برید غندلی او ویلي یې دي هېواد یې افغانستان کې سوله او ثبات غواړي.
کابل کې د تېرې چارشنبې ورځې موټر بم برید کې له ۱۵۰ ډېر کسان وژل شوي وو او له هغه وروسته کابل کې پر پاکستان نیوکې ډېرې شوې وې.
د افغانستان ملي امنیت ادارې لخوا په خپرې شوې یوې اعلامیه کې ویل شوي و د کابل وزیر اکبرخان مېنې برید د پاکستان استخباراتي ادارې ای ایس ای په مستقیمه مرسته او لارښونې د حقاني شبکې لخوا پلان شوی دی.
افغان ولسمشر د تېرې سې شنبې په ورځ په کابل کې د سولې پروسې تر عنوان لاندې نړیوالې غونډې ته په وینا کې ویلي و، د افغانستان او پاکستان د پرمختګ او په دغو هېوادونو کې د بې وزلۍ له منځه وړلو لپاره له اسلام اباد سره سوله غواړي.
د ښاغلي غني په خبره، پاکستان باید اجنډا ورته وړاندې کړي، داسې اجنډا چې له مخې یې کابل او اسلام اباد سولې ته ورسېږي.
نوموړي دا هم ویلي و، چې واکمنېدلو سره یې په حساسو شرایطو کې پاکستان ته د دوستۍ لاس ور اوږد کړ، خو د هغوی له لوري رد شو. د ښاغلي غني په وینا له هر چا سره سوله غواړي، خو دا په دې مانا نه ده چې افغانان کمزوري یا تر فشار لاندې دي.
له دې مخکې هم د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ د اروپکو پر ضد د فعالیتونو په تړاو خبرې شوې، خو د ځینو په باور بې پایلې وې.
ویل کېږي د ولسمشر غني او لومړي وزیر شریف تر منځ دغه لیدنه نژدې ۴۵ دقیقې وه، چې د پاکستان لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز هم په کې برخه درلوده.
دغو دواړو مشرانو په داسې وخت کې سره لیدنه کړې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.
د دې تر څنګ ویل کېږي پر پاکستان د افغان چارواکو او ځینو نړیوالو لخوا نیوکې ډېرې شوي چې ګواکې په دغه هېواد کې د هغو وسله پر ضد څه نه کوي چې په افغانستان کې بریدونه کوي او پاکستان کې پټنځایونه لري. خو پاکستان تل دغه تورونه بې بنسټه بللي.
ولسمشر غني د چهارشنبې پر ورځ د ملي امنیت شورا د سلاکار حنیف اتمر په ګډون له یوه جګپوړي پلاوي سره په شانګهای تړون سرمشریزه کې د ګډون لپاره د قزاقستان پلازمېنه استانا ته تللی و.