پاکستان پوځ وايي، افغانستان باید د تورونو پر ځای خپلې ستونزې حل کړي

    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

د پاکستان پوځ وايي، د کابل تر خونړیو بریدونو وروسته پر پاکستان د بې ځايه نیوکو او ګواښونو پر ځای دې افغان دولت دننه اصل ستونزه هواره کړي.

پوځ زیاتوي، ددوی سرتېري په سیمه کې د سولې او ټيکاو لپاره او د خپلې خاورې د ساتنې لپاره تل چمتو دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو د دفتر لخوا رسنیو ته په خپاره شوي بیان کې ویل شوي، د پاکستاني پوځ د قول اردو قومندانانو یوه غونډه د سه شنبې په ورځ د پوځ په مرکز راولپنډۍ کې وشوه او پکې په سیمه کې پر روانو حالاتو او په افغانستان کې په وروستیو ناامنيو بحث وشو.

بیان زیاتوي، په دې غونډه کې له افغان ولس او افغان ځواکونو سره خواخوږي څرګنده شوه او د ترهګرۍ ضد جګړه کې يې د هغوی د کلک ملاتړ هوډ هم څرګند کړ.

په دې وروستیو کې پاکستاني پوځ د افغانستان پر وړاندې ځينې پرېکړېپر خپل سر کړې چې یوه بېلګه يې د سیند په سيهوڼ شریف کې تر ځانمرګي برید وروسته پر ډېورنډکرښه له افغانستان سره د دروازو تړل و.

افغان ولسمشر د سه شنبې په ورځ په کابل کې د سولې پروسې تر عنوان لاندې نړیوالې غونډې ته په وینا کې ویلي و، چې پاکستان باید اجنډا ورته وړاندې کړي، داسې اجنډا چې له مخې یې کابل او اسلام اباد سولې ته ورسېږي.