تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د روژې پر لومړۍ ورځ خوست کې 'موټربم برید' ۱۸ کسان وژلي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د روژې میاشتې پر لومړۍ ورځ د سوېل ختیځ خوست ښار د فوټبال لوبغالي ته څېرمه موټربم ځانمرګي برید لږترلږه ۱۸ کسان وژلي او ۶ نور یې ټپیان کړي.
د دغه وزارت ویاند نجیب دانش پر ټویټر لیکلي، برید د شنبې په ورځ (مې ۲۷ مه) ګهیځ شاوخوا ۸ نیمې بجې د خوست ښار کابل اډه کې د موټر په مټ شوی.
نوموړی وايي، په برید کې دوه ماشومان هم ټپیان شوي.
په خوست کې ځايي چارواکي وايي، دغه موټربم چاودنه په خوست ښار کې د فوټبال لوبغالي ته څېرمه د کمپاین پر ځواکونو شوې چې له امله یې ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دا د روژې میاشتې په لومړۍ ورځ لومړۍ چاودنه ده.
د خوست د عامې روغتیا سرپرست ګل محمدالدین محمدي بي بي سي پښتو ویبپاڼې ته وویل، له چاودنې ۱۴ مړي او ۸ ټپیان روغتونونو ته ور وړل شوي دي.
د نوموړي په خبره، په ټپیانو کې د یوه روغتیايي وضعیت د ډاډ نه دی.
د خوست د والي ویاند مبارزمحمد ځدراڼ بيبيسي ته وویل، چاودنه د ګڼې ګوڼې په سیمه کې او لا یې هدف نه روښانه شوی
د چاودنې پړه وسله والو طالبانو منلې او ویلي یې دي چې دا ځانمرګی موټربم برید و او د ۲۲ کسانو د وژلو ادعا یې کړې ده.