تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"خوست کې د امریکايي ځواکونو پر اډه موټربم برید شوی"
خوست کې ځايي چارواکي وايي، دغه ولایت کې د مېشتو امریکايي ځواکونو د اډې یوې دروازې ته څېرمه موټربم برید شوی دی.
دغه اډه د خوست ښار خیتځ لور نه نژدې دوه کیلومتره کې موقعیت لري، چې نن له غرمې وروسته پرې برید شوی دی.
د خوست امنیې قوماندان فیض الله غیرت بي بي سي ته د پېښې په اړه وویل:
''نن نژدې یوه بجه د خوست ښار ختیځه څنډه کې د امریکایي ځواکونو د اډې اړوند د کمپاین په نوم د افغان ځواکونو پر پوسته د فلاینګ کوچ ډول موټر برید شوی دی. برید کې د کمپاین څلور عسکر وژل شوي او ۶ نورټپیان دي. ''
پېښه کې دوې ماشومانې هم ټپیانې شوې دي.
وسله والو طالبانو رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي، دغه برید د دوی ملګرو کړی دی.
په ۲۰۰۹ کال په همدې میدان د القاعدې شبکې د یو فلسطین الاصله اردني تبعه همام خلیل البلوي لخوا ځانمرګی برید هم شوی و، چې په دغه برید کې د (سي ای اې) اوه کارکوونکي وژل شوي وو.
هغه مهال داسې رپوټونه وو، چې ګني ښاغلی البلوي د امریکایانو، اردنیانو او القاعدې ترمنځ درې ګونی جاسوس دی.
په خوست کې د امریکایي ځواکونو د دغې اډې له څنډې څلورو ولسوالیو او دوو ادارې واحدونو ته سړک هم غځېدلی، چې اوس مهال دغه لاره تړل شوې او دواړو خواوو ته تلونکي بند پاتې دي.