تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د لوګر، پکتيا او خوست لپاره د برېښنا تړون
د افغانستان د برېښنا شرکت د څه باندې ۵۵ میلیون ډالرو په ارزښت د لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو لپاره د برېښنا تړونونه لاسلیک کړي، چې په دې سره به لسګونه زره وګړي له برېښنا برخمن شي.
افغانستان اوس مهال ۸۰ سلنه برېښنا له بهره واردوي او ۲۰ سلنه یې بیا په کور دننه تولیدېږي.
کابل کې آریا احمدزۍ د برېښنا شرکت د خپرنيزو چارو له مشر ښاغلي وحید الله توحیدي سره برېښنا ته د لاسرسي په اړه خبرې کړې دي.