تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په لوګر کې ۱۱ ولسي وګړي ووژل شول
د لوګر ولایت په محمد اغه ولسوالۍ کې د جمعې په ورځ د ولسي وګړو پر موټر چاودنه شوې، چې له امله یې ۱۱ کسان وژل شوي او درې ټپیان دی.
د محمد اغي ولسوال نصیر امین بي بي سي ته وویل، چې داکسان په سراچه موټر کې د واده مراسمو ته روان او په زرغون ښار کې پرې چاودنه شوې ده.
د لوګر د ولایتي شورا وکیل حسیب ستانکزي هم له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، چې دا پېښه نن له غرمې مخکې ځايي وخت لس بجې شوې ده.
د نوموړي په خبره، په پېښه کې یو مور، پلار د هغوی پنځه بچیان او د کورنۍ څو نور غړي دي. "دا ماین وسلوالو د افغان امنیتي ځواکونو لپاره اېښی و"
د لوګر والی حلیم فدايي هم دا برید غندلی او په خپله فیسبوک پاڼه کې یې ویلي، چې دا ولسي وګړي د وسلوالو د ښخ کړای شوي ماین قرباني شوي دي.
دا وروستۍ پېښه په داسې مهال ده، چې تېره دوشنبه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ د ولسي وګړو په تېره ماشومانو پر مرګ ژوبله اندېښنه وښوده.
د یونما استازۍ ماشومانو ته دغه مرګ ژوبله په استوګنیزو سیمو کې د حکومتي ځواکونو او مخالفو طالبانو ترمنځ نښتو، هوايي بریدونو او شلخي بمونو کې اوښتې ده.
په رپوټ کې د کوم لوری څرګند نوم نه دی اخیستل شوی، خو له ښکېلو لورو یې غوښتي چې د کوچنیانو د مرګ ژوبلې کمولو لپاره اړین ګامونه پورته کړي.
له دې رپوټ یوه ورځ مخکې دا رپوټ په لغمان کې له جګړې د پاتې ګولۍ د چاودلو له امله د یوې کورنۍ پنځه ماشومان ووژل شول.