تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان پلاوی: پاکستاني ځواکونو څو ځایه د افغانستان پر خاوره تېری کړی
سپین بولدک ته د افغانستان مشرانو جرګې تللي پلاوي ویلي، پاکستاني ځواکونو څو ځایه پر افغان خاوره تېری کړی دی.
د هاشم الکوزي په مشرۍ دغه شپږ کسیز پلاوی پر ډېورنډ کرښه د تېرې اونۍ له نښتې وروسته د معلوماتو لپاره سیمې ته تللی و.
هاشم الکوزی بي بي سره خبرو کې ویلي، 'د پاکستاني پوځ له لوري د وېش تګ راتګ لارې تړل او له ډېورنډ کرښې دې غاړې ته د مېشتو خلکو سر شمېرنه د ښه ګاونډیتوب او نړیوالو اصولو خلاف چاره ده. ' نوموړی وايي:
''دوی په ډېرو سیمو کې د افغانستان پر خاوره تېری کړی دی، دوی د افغانستان پر خلکو او وسله وال پوځ ځان زورور باله او تاسې پوهېږئ، دوی د خپل تېري له کبله له دغسې رسوایي سره مخامخ شول ''
تېره اونۍ د افغانستان او پاکستان د پوله ساتو ځواکونو تر منځ هغه مهال نښته رامنځته شوه، چې د افغان چارواکو په وینا پاکستاني سرتېري نه یوازې د دوی لوري ته اوښتي وو، بلکې په سیمه کې یې د سر شمېرنې هڅه هم پیل کړې وه.
له دې مخکې وړمه ورځ کوټه کې د پاکستاني پوله ساتونکو یوه افسر ډګر جنرال ندیم احمد ادعا کړې وه، چې پاکستاني چارواکو خپلو حدودو کې سر شمېرنه کوله او برید د افغانستان له لوري شوی و. نوموړي یوې خبرې غونډې ته وینا کې ویلي و:
''موږ هغه پوستې په نښه کړې، چې پر ملکي خلکو یې ډزې کولې. موږ پنځه پوستې ویجاړې کړې او د افغان پوله ساتونکو ۵۰ کسان وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر ټپیان دي. ''
اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال د پاکستاني امنیتي ځواکونو دغه ادعا ناسمه بللې وه. نوموړي ویلي و د افغان ځواکونو یوازې دوه کسان وژل شوي او نژده اووه کسان ټپیان دي. ښاغلي زاخیلوال یوه ټویټر پیغام کې لیکلي و:
''که د ښو ګاونډیانو په توګه اړیکي زموږ رښتینې هیله وي، د دوو کسانو وژل کېدل هم ډېره د تاسف وړ ده. ''
هاشم الکوزي دغه راز ویلي، دوی هڅه کوي، چې د دواړه هېوادونو تر منځ ترینګلتیا د دیپلوماتیکو هلو ځلو له لارې حل کړي. نوموړي له پاکستاني چارواکو وغوښتل، چې د ویش تګ راتګ لاره بېرته پرانیزي.
بل لور ته 'پاکستان ټوډې ' ورځپاڼې په بهرنیو چارو کې د دغه هېواد د لومړي وزیر د سلاکار سرتاج عزیز له قوله ویلي، چې 'د افغانستان او پاکستان ترمنځ ښو دپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو د جوړولو لپاره اړتیا ده چې پر ډیورنډ کرښه د چارو د تنظیم لپاره ګډ کار وشي. '
ښاغلي عزیز چې په اسلام اباد کې یې د افغانستان د سولې په اړه یوې غونډې ته وینا کې وویل، چې د افغانستان له لارې د سیمې په کچه پروژو د پلې کولو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګډو پروژو لکه د کابل پیښور لویه لار او د کوټې کندهار پټلۍ یواځې په سوله ییز چاپيریال کې پلې کیدی شي او د دې لپار اړتیا ده چې طالبان د سولې له بهیر سره یو ځای شی.