حزب اسلامي: ولسمشر غني له حکمتیار سره ویني

د عکس سرچینه، .
د حزب اسلامي ویاند حمید عزیزي بي بي سي ته وویل ګلبدین حکمتیار به د پنجشنبې پر ورځ کابل ته له تلو وروسته ارګ کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وویني.
د ښاغلي عزیزي په وینا: "د حزب اسلامي مشر به له غرمې وروسته د ولسمشر غني له لوري د هرکلي په رسمي مراسمو کې ګډون وکړي. "
د دغه ګوند په وینا د جمعې پر ورځ به ښاغلی حکمتیار د کابل حضوري چمن سیمه کې د هرکلي جشن کې ګډون کوي او له خلکو سره به ویني.
د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ تړون کې ویل شوي وو، چې د حزب اسلامي هغه بندیان به هم له زندانونو خوشي کېږي چې له حکومت سره دي، خو تر اوسه یوازې ۴۸ کسان خوشي شوي دي او د حزب اسلامي ویاند ویلي، ښاغلی حکمتیار به له ولسمشر غني سره د بندیانو برخلیک په تړاو هم خبرې وکړي.
ښاغلی حکمتیار چې لومړی لغمان ولایت کې راڅرګند شو، د حزب اسلامي د مسوولینو په وینا، کابل ته له راتګ وروسته به دغه ښار کې ژوند کوي.

د عکس سرچینه، FB
د حزب اسلامي ویاند پرته له دې چې نوم یې واخلي وویل، یوې مهمې شورا له حکمتیاره غوښتي، چې د حکومت پر وړاندې د اپوزیسیون جوړلو کې د دوی مشري وکړي.
خو د ښاغلي عزیزي په وینا، حکمتیار هغوی ته مشوره ورکړه، چې د سیاسي فعالیتونو او د ټاکنو بهیر کې د برخې اخیستو له لارې واک ترلاسه کړي.
د حزب اسلامي مسوولین وايي، دوی د ملي شورا او ولسمشریزو ټاکنو لپاره چمتووالی کوي، خو د ښاغلي عزیزي په خبره داسې احتمال نه شته، چې ګواکې ښاغلی حکمتیار به خپل ځان ټاکنو کې کاندید کړي.









