وسلوالو طالبانو د خپل پخواني مشر په نوم عملیات پیل کړي

وسلوالو طالبانو د خپل پخواني مشر ملا اختر محمد منصور په نوم پسرلني عملیات پیل کړل.

دې ډلې رسنیو ته د جمعې په ورځ په استولې اعلامیه کې ویلي، چې د موسم په سمېدلو سره د تېر په څېر بیا خپل عملیات کوي.

د طالبانو په خبره، منصوري عملیات د بهرنیو ځواکونو او د هغوی د کورنیو ملاتړو پرضد دي.

دا ډله وایی، چې په منصوري عملیاتو کې به د ولسي خلګو د سر او مال خونديتوب ته جدي پاملرنه کوي.

د دوی دا ژمنه په داسې مهال ده، چې ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ په یوه رپوټ کې د ۶۲ سلنه ولسي مرګ ژوبلې مسوولیت د دولت پر مخالفو وسلوالو واچاوه.

د افغان حکومت غبرګون

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری د وسلوالو طالبانو د عملیاتو د پېلېدلو خبره یواځې تبلیغات او د عامه فکرونو د تخریبولو لپاره بولي.

د نوموړي په اند، دا ډله په دا ډول هڅو سره غواړي خلکو ته خپل شتون وښيي.

هغه زیاتوي چې طالبانو په افغانستان کې په پوځي او سیاسي دواړو برخو کې ماته خوړلې ده.

د نوموړي په خبره، طالبانو تېر کال هم د عمري عملیاتو په پیلولو سره ویل چې ولایتونو او ولسوالۍ به ونیسي، خو یوې موخې ته هم ونه رسېدل.

ولې منصوري عملیات؟

وسلوال طالبان وايي، دا عملیات یې ځکه د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور په نوم کړي دي، چې ګواکې د هغه په مشرۍ دې ډلې ډېرې لاسته راوړنې لرلې.

د افغان طالبانو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور له افغانستان سره د بلوچستان په تړلې سرحدي ولسوالۍ نوشکي کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په برید کې ووژل شو.

د تېر کال کال د مۍ میاشتې په وروستیو کې پر نوموړي هغه مهال ډرون برید وشو، چې د چارواکو په خبره، له ایران سره د نښلېدلي تفتان سرحدي ښار څخه په موټر کې کوټې ته روان و.

وسلوالو طالبانو تير کال خپلو پسرلنیو عملیاتو ته د خپل یو بل پخواني مشر ملا محمد عمر نوم ته منسوب او عمري نوم یې ور کړی و.

د افغان حکومت عملیات

افغان حکومت هم د پسرلي پر مهال د خپلو مخالفانو پرضد په ځانګړی نوم خپل عملیات پیلوي.

افغان حکومت د اپرېل پر ۱۶ د وسلوالو مخالفانو پرضد د "خالد" په نوم د پسرلني عملیاتو خبره وکړه.

حکومت تېر کال د وسلوالو پرضد د شفق په نوم عملیات پیل کړي و.

د افغان پوځ د لوی درستیز مرستیال مراد علي مراد د دې عملیاتو د اعلانولو پر مهال وویل، چې خالد عملیات به یرغلیز وي او د کورنیو او بهرنیو هوایي ځواکونو ملاتړ به لري.

افغان چارواکي وایي، چې په ټول افغانستان کې یې ځواکونه د شلو "ترهګرو" ډلو پرضد جګړه کوي.