ننګرهار کې دوه امريکايي سرتېري "وژل شوي"

د عکس سرچینه، Getty Images
د امريکا د دفاع وزارت وايي افغانستان کې له د داعش سره په جګړه کې د دوی دوه سرتېرې وژل شوي او يو ټپي دی شوی دی.
د امريکا د فاع وزارت وياند جېف ډېوېس وايي، دغه پېښه د ډيورنډ کرښې سره نژدې د ننګرهار ولايت په سويل کې رامنځ ته شوې ده.
دوه اوونۍ وړاندې د همدې ولایت په اچین ولسوالۍ کې امریکایي ځواکونو د داعش جنګیالیو پر ضد خپل تر ټولو لوی غیر اټومي بم هم کارولی و.
امریکایي ځواکونه له تېرو څو میاشتو راهیسي په ننګرهار کې د افغان ځواکونو سره یو ځای عملیات کوي.
د افغان پوځ ځواکونه وايي د ننګرهار اچین کې مځکنيو هسکو ټيټو جګړه پېچلې کړې او اوس هم د "اسلامي دولت" نومې ډلې یا داعش وسله وال په غرنیو سیمو کې سمڅې د پټنځایونو په توګه کاروي.
په افغانستان کې له ۲۰۰۱ کال راهيسې په دغه هېواد کې د امريکا له دوه زرو ډېر سرتېرې وژل شوي دي.











