ټویټر د 'ترهګرۍ' په تړاو ۳۷۷ زره حسابونه تړلي دي

د عکس سرچینه، Reuters
ټولنیزې ویبپاڼې ټویټر ویلي، د خپلو ۳۷۷ زره کاروونکو حسابونه یې له دې کبله تړلي، چې په وینا یې له دغو حسابونو نه د سخت دریځۍ لپاره تبلیغات کېدل.
پر دغه امریکايۍ ویبپاڼه له دې کبله له تېرو څو کلونو راهیسې فشارونه دي، چې باید د اسلامي دولت نومې ډلې د پلویانو حسابونه وتړي.
تېر کال د بریتانیا پارلمان غړو پر ټویټر نیوکې وکړې، چې په وینا یې دغه خواله رسنۍ په انټرنیټ کې د سخت دریځۍ لپاره د تبلیغاتو پر یوې وسیلې اوښتې ده.
بل لور ته د ټویټر شرکت چارواکي وايي د دغه ډول تبیلغاتو مخنیوي لپاره یې د کنټرول سسټم نور هم پیاوړی کړی دی.
ټویټر وايي، له ۲۰۱۵ کال راهیسې یې له ۶۰۰ زره ډېر داسې حسابونه تړلي دي، چې د ترهګرۍ لپاره ورنه تبلیغات کېدل.
خو د بریتانیا پارلمان غړي وايي، د ټویټر، فېسبوک او یو ټیوب په ګډون یو شمېر خواله رسنۍ د ترهګرۍ او سخت دریځۍ لپاره شویو تبلیغاتو مخنیوي کې نه دي بریالي شوي.
د بریتانیا پارلمان کې د خلکو استازي وايي، ټویټر د ترهګرو لپاره د جلب او جذب پر یوه ډګر اوښتی دی. د دوی په خبره تر اوسه د تړل شویو حسابونو کچه په سمندر کې د څاڅکو په څېر ده.









