تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
وسله والو په کندوز کې نهه سیمه ییز پولیس وژلي
د افغانستان په شمال کندوز ولایت کې وسله والو د یوې پوستې ۹ پولیس وژلي او یو یې له ځانه سره ژوندی بیولی دی.
د کندوز امنیتي چارواکي وايي، پېښه پنجشنبه سهار څلور بجې د کندوزـ علي اباد پر لویه لاره د سیمه ییزو پولیسو په یوه پوسته کې رامنځته شوې ده.
داسې رپوټونه هم خپاره شوي چې د پوستي نوکریوال پولیس له وسله والو سره تار لاره او هغوی یې د خپلو همسنګرانو وژنې ته رابللي دي، خو په شمال ختیځ کې د پامیر زون د پولیسو قوماندان شېرعزیر کامه وال له بي بي سي سره په خبرو کې د نوکریوال پولیس او وسله والو ترمنځ د تار خبره له وخته مخکې وبلله او زیاته یې کړه: "وسله والو مخالفانو د قزاقانو په کلي کې زموږ د سیمه ییزو پولیسو پر پوسته برید کړی، نهه پولیس یې وژلي او یو یې له ځانه سره ژوندی بېولی دی."
ښاغلي کامه وال زیاته کړه، وسله والو د پېښې له ځايي د وژل شويو سیمه ییزو پولیسو سپکې وسلې هم له ځانه سره وړي دي خو دوی د پېښې د څېړنې لپاره سیمې ته پلاوی استولی دی.
تراوسه کومې وسله والې ډلې د یاد برید مسوولیت نه دی منلی.