تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"کندوز کې د امنیتي ځواکونو هوایي برید ۱۹ وسله وال وژلي"
د افغانستان په شمالي ولایت کندوز کې چارواکي وايي؛ د پوځ په هوایي عملیاتو کې ۱۹ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
د افغانستان شمال ختیځ زون پولیسو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېره شپه د امام صاحب ولسوالۍ په چغر قشلاق، قطر بلاق او دونګ قشلاق سیمو کې پوځ عملیات وکړل.
پولیس وایي، ددغو عملیاتو په لړ کې امام صاحب ته د طالبانو نومول شوی ولسوال، کندوز ته د طالبانو نومول شوی مرستیال والي قاري مظلوم، د طالبانو یو پوځي مسوول فاروقي او د طالبانو یوه قومندان قاري هجران له خپلو ۱۵ نورو کسانو ته ووژل شول.
د پولیسو په خبرپاڼه کې ویل شوي، درې مخالف وسله وال ټپیان شوي هم دي.
د افغانستان د شمال ختیځ زون د پولیسو ویاند محفوظ الله اکبري وایي؛ ددغو عملیاتو په لړ کې د مخالفینو پنځه موټر لمنځه تللي او د هغوی د مهماتو یوه ډیپو هم ویجاړه شوې ده.
طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
څو ورځې وړاندې د پوځ په یوه هوایي برید کې کندوز لپاره د طالبانو نومول شوی والي ملا عبدالسلام له خپلو ۱۱ ملګرو سره ووژل شو. طالبانو وروسته د هغه وژل کېدل تایید کړل.
کندوز په وروستیو کلونو کې د افغانستان له ناامنو ولایتونو دی. د ۲۰۱۵ کال په سپتمبر کې طالبانو په موقتي ډول د کندوز ولایت مرکز ونیوه.