ځايي چارواکي: د طالبانو له زندان ۳۲ بندیان خوشي شول

د عکس سرچینه، .
په هلمند ولایت کې ځایي چارواکي وایي، افغان ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې د طالبانو له محبس ۳۲ بندیان خوشی کړل.
په هلمند کې د ۲۱۵ قل اردو ویاند محمد رسول وویل، چې دا عملیات تېره شپه په نادعلي ولسوالۍ کې شوی دي.
د نوموړي په خبره، په خوشي شویو کسانو کې څلور پولیس هم دی چې د هلمند جګړو کې له طالبانو سره بندیان شوي وو.
محمد رسول دا هم وایي، چې دا کسان اوس د افغان ځواکونو مرکز ته لېږدول شوي او وروسته به خپلو خپلوانو ته وسپارل شي.
وسلوالو طالبانو په دې سیمه کې د عملیاتو خبره منلې او ویلي یې دي چې خوشي شوی کسان نشه یان و او دوی په دغه سیمه کې ساتل.
هلمند ولایت په تېر یو کال کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ د خوړیو جګړو ډګر دی.
څو ځلې طالبان د مرکز لښکر ګاه تر دروازو ورسېدل، خو د ښار په نیولو بريالي نه شول.
افغان حکومت تراوسه څو ځلې ویلي چې ولسي او پوځي کسان یې د دې ډلو له منګولو ژغورلي دي.








