د اولیاوو ښار زیارتونو عایدات په اجاره ورکول کېږي

زیارت
د عکس تشریح، غزنی شاوخوا یوسل او شل داسې زیارتونه لري چې مقبرې يي ودانۍ لري او پکې مجاوران هم ناست وي او هره ورځ په زرګونو تنه خلک د دغه ولایت زیارتونو ته ورځي.
    • Author, اسد الله بلهار جلالزی
    • دنده, غزنی

په غزني کې د حج او اوقافو ریاست په پام کې لري د دغه ولایت د ځینو زیارتونو عایدات چې د همدې زیارتونو د مجاورانو له لوري ټولېږي په اجاره ورکړي.

راغلي کسان په زیارتونو کې ناستو مجاورانو (منجورانو) ته یوه اندازه پیسې ورکوي، چې په همدې پیسو ناست مجاوران خپلې اقتصادي ستونزي غزنی په ۲۰۰۷ کال د اسلامي هېوادوننو د ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (آیسیسکو) له خوا د ۲۰۱۳ کال د اسلامي نړۍ د کلتوري پلازمېنې په توګه نومول شوی و.هواروي.

په غزني کې ښار ترټولو مشهور زیارت د صوفي حکیم سنايي زیارت دی، حکیم سنايي د غزنویانو د واکمنۍ د وروستي سلطان بهرام شاه هم مهاله و، چې په ۴۵۹ کال کې په همدې غزني کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې او له اویا کاله ژوند وروسته له نړۍ څخه وکوچېد.

حکیم سنايي چې له درباري ستاینو لاس واخیست او په شعر کې يي تصوفي څرکونه راټوکېدل، نو د خلکو په منځ کې يې ځای وموند، نن هم له سلګونو کلونو وروسته خلک ورته درناوي کوي او هره ورځ دده زیارت ته له بېلابېلو سیمو وګړي راځي.

له زیارته یو کس راووت، چې زما پوښتنې ته یې داسې ځواب ووایه:

"زما نوم سید محمد دی له لوګر څخه راغلی یم، یوه څه ناروغه یم ډېرو ډاکترانو ته ولاړم روغ نه شوم که اوس دلته روغ شوم."

په زیارت کې دننه یوه ښځه هم وینم چې په غېږ کې يې ماشوم دی. دې راته د خپل راتګ په اړه وویل:

"وروره زه له زرمته راغلې یم دا زوی مې پېریان ګنده کوي، بیا ډېر ژاړي اوس زیارت ته مې راوړی اراده مې کړې که خدای راته جوړ کړ."

که څه هم په زیارتونو کې ناستو مجاورانو ته د ورکړل شویو پیسو کره شمېره نه ده معلومه، خو په غزني کې چارواکي په همدې پیسو کې هم خپله ونډه غواړي، یوه راغلي ځوان يې په اړه وویل:

"د بغلان ولایت له پلخمري څخه دلته د سنایي بابا او شمس بابا زیارتونو ته راغلی یم، دا د پیسو ورکول خو یو عمومي رواج شوی، له دې خاطره ما هم ډېرې خو نه، بلکې یو څو پیسې ورکړې."

زیارت
د عکس تشریح، غزنی په ۲۰۰۷ کال د اسلامي هېوادوننو د ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (آیسیسکو) له خوا د ۲۰۱۳ کال د اسلامي نړۍ د کلتوري پلازمېنې په توګه نومول شوی و.

اوس په غزني کې د سیمه يیزې ادارې چارواکي زیارتونه ددوی مجاروانو ته په اجاره ورکوي او په دې توګه په دې پیسو کې خپله برخه غواړي.

د اولیاوو ښار

د غزني د حج او اوقافو رییس محب الله صابر وايي:

"موږ اوه - اته زیارتونه اعلان ته ورکړي. هغه په اجاره ورکوو، موږ غواړو په زیارتونو کې چې کوم عواید راټولېږي دا یوڅه په اوقافي چارو کې ولګوو. دا به بیا بانک ته تحويلېږي. د عوایدو دقیقه شمېره خو معلومه نه ده دا کار موږ اوس په غزني کې شروع کړی دی."

غزني په مرکزي افغانستان کې یو له هغوو ولایتونو دی، چې په کې لسګونه زیارتونه شته، له همدې امله يې خلک د "اولیاوو د ښار" په نوم هم یادوي.

زیارت

په دغو زیارتونو کې مجاوران ناست وي دلته د سنایي په زیارت کې ناست مجاور وایي:

"د راغلو کسانو شمېره راته نه معلومېږي. دلته خو ډېر خلک له نورو ولایتونو راځي، یو شمېر یې له خپل وس سره موږ ته څو روپۍ راکوي. اوس که حکومت په دې پیسو کې هم خپله اجاره غواړي نو موږ خو هم وږي یو."

غزنی شاوخوا یوسل او شل داسې زیارتونه لري چې مقبرې يي ودانۍ لري او پکې مجاوران هم ناست وي او هره ورځ په زرګونو تنه خلک د دغه ولایت زیارتونو ته ورځي.

زیارت
د عکس تشریح، په ۲۰۱۳ کال، لرغونی غزنی ښار د یولړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د اسلامي نړۍ د ۲۰۱۳ کال د کلتوري پلازمېنې په توګه په رسمي توګه نومول شوی و.

غزنی په ۲۰۰۷ کال د اسلامي هېوادوننو د ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (آیسیسکو) له خوا د ۲۰۱۳ کال د اسلامي نړۍ د کلتوري پلازمېنې په توګه نومول شوی و.

په ۲۰۱۳ کال، لرغونی غزنی ښار د یولړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د اسلامي نړۍ د ۲۰۱۳ کال د کلتوري پلازمېنې په توګه په رسمي توګه نومول شوی و.