'' ننګرهار کې د داعش ډلې فعالیتونه د تېر کال پرتله کمزوري شوي "

    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, بي بي سي

په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ ناټو ځواکونه وايي، په ننګرهار ولایت کې د اسلامي دولت په نامه یا داعش ډله د تېر کال پرتله ډېره کمزورې شوې ده.

د ناټو ځواکونو د ویاند مرستیال جنرال چارلز کلیولاند وايي، افغان امنیتي ځواکونو له تېرې یوې میاشتې راهیسې په هسکه مینه او ځینو نورو سیمو کې د داعش وسله والو د ځپلو لپاره عملیات پیل کړي دي، چې د امریکايي ځواکونو هوايي ملاتړ هم ورسره دی او د تېر کال په پرتله اوس دغه ډله سخته ځپل شوې ده.

'' که موږ د ۲۰۱۶ کال د مارچ میاشتې لومړیو ته بيرته وروگرځو په هغه وخت کې داعش په ننگرهار کې له دوو تر درې زرو پورې غړي درلودل او نژدې ۱۱ ولسوالیو کې یې فعالیتونه کول، چې د ننګرهار خلک يې له هر راز کړاو او فشارونو سره مخ کړي وول،

خو اوس چې د ۲۰۱۷ کال د مارچ په لومړیو کې یو، موږ باور لرو چې اوس په ننګرهار کې شاوخوا ۷۰۰ او یا تر دې هم لږ د داعش غړي پاتې دي او دغه اووه سوه تنه اوس د ننګرهار په دریو سویلي ولسوالیو کې فعال دي ''

جنرال کلیولاند وايي له تېرو دوو کلونو راهیسې د افغان امنیتي ځواکونو وړتیاوې هم ډېرې شوې دي.

د نوموړي په وینا شاوخوا اتیا سلنه عملیات خپله افغان امنیتي ځواکونه ترسره کوي.

دغه راز افغان امنیتي ځواکونه به په روان ۲۰۱۷ کال کې اته نورې جنګي الوتکې هم ترلاسه کړي. بله دا چې افغان حکومت د امنیتي ځواکونو مشرتابه ته پوره پاملرنه کړې او بېلابېلو برخو کې یې بدلونونه هم راوستي دي.