تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
قبایلي سیمو کې د داعش نویو ګواښونو خلک اندېښمن کړي
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
له ډيورنډ کرښې سره څېرمه په قبایلي سیمه کورمه کې ځايي وګړيو ته د داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې له خوا نویو ګواښونو خلک اندېښمن کړي.
د کورمې اوسېدونکي وايي داسې شپې پاڼې يې ترلاسه کړي، چې پرې د داعش یا اسلامي دولت نومې وسله والې ډلې نوم لیکل شوی او اخطار يې ورکړی، چې په افغانستان کې، د دوی په وینا، تر بریا وروسته اوس په پاکستان کې وسله وال فعاليت پیلوي.
دغو شپې پاڼو کې چې په پښتو ژبه لیکل شوې دي قبايلي سیمو کورمه، اورکزو، هنګو او ډېره اسماعیل خان کې مېشتو شیعه ګانو ته ګوت څنډنه شوې.
د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د کورمې استازي ساجد توري د بي بي سي خبریال عزیزالله خان سره په خبرو کې ویلي، "دوی ته مخکې هم ورته اخطارونه ورکړل شوي خو دا ځل په خلکو کې وېره زیاته شوې ".
د ساجد توري په خبره له کورمې سره د افغانستان ننګرهار ولایت نښتی دی او ننګرهار څه موده وړاندې داعش ډلې په افغانستان کې خپل مرکز اعلان کړی و.
د اورکزو د دغه استازي په خبره کله چې په ۲۰۰۷ زېږدیز کال کې وسله وال طالبان د دوی سیمې ته لومړی ځل ورغلل نو ورته شپه پاڼې يې غورځولې وې. خو وايي اوس هلته د پاکستان پوځ شته او هیله من دی د هغوی په شتون کې به داعش ورنشي.
تردې وړاندې تېره مياشت د اورکزیو په پاړه چنار سیمه کې هم د داعش وسلوالې ډلې له خوا ورته شپه پاڼې وېشل شوې وې. ځايي مشران چې د داعش ډلې له خوا ګواښونه ورته شوي اندېښمن دي.
تېره میاشت د پاړه چنار سیمې په یوه سبزیو مارکيټ کې یوه ځانمرګي برید لږ تر لږه ۲۲ تنه ووژل.
ساجد توري وايي، په کورمه کې څه موده وړاندې ځينې داسې کسان هم لیدل شوي ول چې په سیمه ییزه ژبه يې خبرې نه کولې.
له دې سره تېره ورځ د قبایلي سیمې خیبر سیاسي (پولیټيکل) چارواکو په یوه خبري کنفرانس کې د داعش ډلې د څلورو وسله والو نیولو ادعا کړې وه او څلور سره يې د دوی په وینا ځکه افغان دولت ته وسپارل چې د ناامنۍ په پېښو کې یې لاس درلود.