تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جنرال دوستم له مياشتو وروسته خپل دفتر ته ستون شو
د افغان ولسمشر لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم له څه کم دريو مياشتو وروسته بېرته د خپلې دندې لپاره کابل کې خپل دفتر ته تللی دی.
ښاغلي دوستم له ولسمشر غني سره د اختلاف له امله د افغان دولت د مشرۍ غونډو کې له برخې اخيستو او خپل کاري دفتر ته له تلو ډډه کړې وه.
د ښاغلي دوستم د وياندانو په وينا نوموړی د افغانستان شمالي ولايتونو ته د امنيت د خونديتوب او د اورپکو پر وړاندې د خلکو د مرستې لپاره تللی و.
په دغه موده کې د جوزجان پخواني والي احمد ايشچي ادعا وکړه، چې د ښاغلي دوستم ساتونکو وهلی، ډبولي، کالي يې ترې ايستلي او تېری يې پرې کړی دی.
دغه قضيه تراوسه لا هم پاتې ده، د افغاستان لويې څارنوالی د ښاغلي دوستم د ساتونکو د نيولو امر کړی و خو ويل کېږي تراوسه نه دي نيول شوي.