جنرال نېکولسن: له پاکستان سره د امریکا پر اړیکو بیا کتنه پکار ده

په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو مشر جنرال جان نېکولسن وايي، امریکا ته په کار دي چې له پاکستان سره پر اړیکو بشپړه بیا کتنه وکړي.

د نوموړي په خبره، په دې کار سره ممکن امریکا کومه نوي ستراتیژي جوړه کړی.

جنرال نېکولسن د پنجشنبې په ورځ د امریکا مشرانو جرګې د وسلوالو خدمتونو جرګه ګۍ ته وویل، له پاکستان سره زموږ د پېچلیو اړیکو په هکله له بشپړې ارزونې وروسته یې غوره نتیجې ته رسېدل پکار دي.

هغه وویل، چې د امریکا له بهرنیو چارو وزیر جیمز میټیس او سپینې ماڼۍ سره هم په خپلو خبرو کې له پاکستان سره پر اړیکو غږېږي.

په افغانستان کې د نړیوالو او امریکايي ځواکونو د مشر جنرال نېکولسن دا خبرې ښيي، چې د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ حکومت د پاکستان ضد سخته پالیسي غوره کول غواړي.

له دې مخکې دغه پوځي چارواکي ویلي و، چې له وسلوالو طالبانو سره د جګړې لپاره نورو څو زرو پوځیان ته اړتیا شته.

جنرال جان نېکولسن د امریکا د مشرانو جرګې د وسلوالو خدمتونو جرګه ګۍ ته وویل، د ترهګرۍ ځپلو لپاره پوره پوځیان لري، خو د افغان پوځ د روزنې لپاره نورو ځواکونو ته اړتیا لري.

"موږ د څو زره پوځیانو له کمښت سره مخ یو".

نوموړي زیاته کړه چې د امریکا له نوي دفاع وزیر جیمز میټیس سره یې هم دا خبره کړې ده.

د هغه په خبره، افغانستان کې امریکا هغه مهال بریالۍ کېدلی شی چې "د اورپکو بهرني پټنځي له منځه یوسو او له دوی ملاتړ ختم کړو".

امریکا د طالبانو ضد عملیات پر ۲۰۱۴ کال پای ته ورسول، خو ځانګړي ځواکونه یې افغان پوځ روزي او ملاتړ یې کوي.

افغان ځواکونه له تېرو دوو کلونو راهیسې ډېره مرګ ژوبله لري.

جنرال نېکولسن په افغانستان کې اوسني جنګي وضعیت جنګي بندون وباله، خو زیاته یې کړه چې لا هم د حکومت تله درنه ده.

هغه پر بهرني نفوذ په تېره د پاکستان، ایران او روسې پر اغېز هم اندېښنه وښوده.

د هغه په خبره، دوی په دغه اغېز سره د طالبانو مرسته کوي او هغوی ته قانوني حیثیت ور کول او د ناټو هڅې شنډول غواړي.