تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره غږېدلی
د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلازمېنه واشنګټن کې د لوړې له مراسمو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې افغانستان کې خپلو ځواکونو سره د ویډیو له لارې خبرې کړي.
رپوټونو کې ویل شوي، چې نوموړي د پلازمېنې کابل شمال کې د امریکايي پوځ یوې اډې کې پوځیانو ته وویل "زه له تاسې سره تر پایه ملګری یم، موږ به دغه ماموریت په شریکه سر ته رسوو، هغه زړورتیا چې تاسې څرګنده کړې، حیرانونکې ده. "
د افغانستان اجراییه مشر عبدالله عبدالله، چې د امریکا متحدو ایالتونو په منځګړیتوب د ۲۰۱۴ کال هوکړې پر بنسټ له ولسمشر غني سره په واک کې شریک دی، افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو ته د ټرمپ خبرې مثبته نښه بولي.
"ما امریکايي ځواکونو ته د ولسمشر ټرمپ وینا ولیده، هغه د خپلو پوځیانو ملاتړ اعلان کړ، دا ښه او مناسب ګام دی او زه باوري یم، چې له هره پلوه به همکاري دوام وکړي. "
ښاغلي عبدالله په یوه خبري غوڼده کې د امریکا نوي ولسمشر ټرمپ ته د افغان ولس او حکومت لخوا مبارکي هم ورکړه.
له دې مخکې د تېر دسمبر لومړیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلی و؛ هیله من دی چې افغانستان او په دغه هېواد کې مېشت امریکایي سرتېري وګوري او په لومړني ممکن وخت کې به افغانستان ته سفر وکړي.
هغه مهال چې ښاغلي ټرمپ له ولسمشر غني سره ټیلیفوني خبرې کړې وې، د نوموړي له قوله ویل شوي و، چې امریکا به د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړه وي.
ولسمشر ټرمپ ویلي و، که افغانستان په امنیتي برخه کې نورو مرستو ته اړتیا ولري، د هغه دولت به د اړتیاوو تر ارزولو وروسته د لا ډېر امنیتي ملاتړ برابرولو ته پام واړوي.