تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نیویارک ټایمز: ټرمپ افغانستان کې د سرتېرو ساتنې ته لېوال ښکاري
نيويارک ټايمز:
نيويارک ټايمز په افغانستان کې د شته امريکايي سرتېرو په اړه د امريکا نوي ولسمشر ډونالد ټرمپ احتمالي پرېکړې ته کتنه کړې.
ورځپاڼه لیکي؛ دغه هېواد چې ډېر د امريکا پر مرستو تکيه دى په ډېره ناکراري دې ته سترگې په لار دى چې ايا ټاکل شوى ولسمشر ټرمپ په عمل کې هم خپلو څرگندونو ته رښتونى پاتې کېږي او د افغانستان په تړاو شته تگلاره اړوي او که نه د خپل دغه بېوسه ملګري ملاتړ لپاره شته تگلارو ته دوام ورکوي چې په لړ کې زرگونه ځواکونه ورته ځانگړي شوي او ورباندې ميليارډونه ډالر لگښت راځي.
د ورځپاڼې په وینا، د ټاکنيزو هلو ځلو پر مهال د افغانستان نوم نه يادېدو په پټه د افغانستان حکومتي چارواکې په غوسه کړي خو ډېرو کمو دا اټکل کاوۀ دى به هيلرې کلنټن ته ماتې ورکړي.
د مطلب په دوام راغلي؛ خو افغانستان به نوي ولسمشر ته د بهرنۍ تگلارې په برخه کې نه شا ته کېدونکې ننگونه وي.
ورځپاڼه افغانستان کې روانو حالاتو ته اشاره کوي او وايي؛ که څه هم په افغانستان کې د امریکا سفير دا ډاډ ورکړى چې دغه هېواد به د امريکا په بهرنۍ تگلارې کې لوړ ځاى ولري خو ښاغلي ټرمپ خلک شکمن کړي چې آيا دى به ميليارډونو ډالر لگښت ته اوږه ورکړي.
ورځپاڼه د ښاغلي ټرمپ وروستيو ويناو ته په اشارې لیکي؛ داسې استنباط کېداى شي چې دى افغانستان کې د سرتېرو ساتنې ته ليوال دى.
افغانستان کې د اسلامي دولت (داعش) شتون ښاغلي ټرمپ لپاره افغاستان کې د سرتېرو ساتنې لپاره بله انگېزه هم کېداى شي، خو د افغانستان یوه حکومتي چارواکي ورځپاڼې ته ويلي؛ موږ ډاډه نه يو او وبه گورو چې ټرمپ افغانستان لپاره څه لري.
ډيلي مېل:
بريتانيا چاپې ډيلي مېل ورځپاڼې د روسيې د ولسمشر د روغتيا په تړاو خپور شوى مطلب را اخيستى چې د "مسکوفسکي کمسمول" په نامه يوې کرېملېن پلوې وېبپاڼې کې خپور شوى و.
په مطلب کې اټکل شوى و چې ولسمشر پوتين به ښايي د ٢٠١٧ م کال په اوږدو کې د ناروغۍ له امله له واکه لاس په سر شي. ورځپاڼه وايي؛ دا اټکل د وتلو روسي تاريخپوهانو او سياسي شنونکو له لوري شوى.
په خپاره شوي دغه مطلب کې وړاندوينه شوې چې د روسيې لومړى وزير دیمتري مدوېدوف او يا د دفاع وزارت پخوانى مرستيال الکسي ديومېن به د ښاغلي پوتين ځایناستى شي. خو د ٢٠١٧ کال توپان تر سرليک لاندې خپور شوي دغه مطلب له دريو ساعتونو وروسته له ويبپاڼې لرې شو.
اکسپرېس ټريبيون:
د پاکستان چاپ اېکسپرس ټريبيون ورځپاڼه وايي؛ د دغه هېواد د احوالو د ثبت ادارې "نادرا" يو لوړ پوړى چارواکى چې ورباندې شربت گلې لپاره د جعلي پاکستانۍ پېژندپاڼې جوړولو کې د لاس درلودو شک کېږي د محکمې په امر د پلټنو د فدرالې ادارې يا "اېف آى اې" په توقيف کې پاتې شوى.
د ورځپاڼې په وينا د عماد په نامه د "نادرا" يو مرستيال وروسته له هغه چې د اېف آى اې له لوري ونيول شو او پېښور کې محکمې ته وړاندې کړل شو، محکمې دغې ادارې ته اجازه ورکړه چې نوموړى نورو دريو ورځو لپاره د پوښتنو گروېږنو په موخه په خپل توقيف کې وساتي.
شربت گلې ته د جعلي پېژند پاڼې د جوړولو په قضيه کې مشکوک د نادرا دوه نور چارواکي چې يوه يې مېرمن ده تښتېدلي دي.