"حکمتيار به شاوخوا درې اوونۍ وروسته کابل ته راشي"

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
د حزب اسلامي استازي وايي ګلبدین حکمتیار به شاوخوا درې اوونۍ وروسته کابل ته ستون شي. دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د یو شمېر مدني ټولنو استازو له افغان حکومته وغوښتل چې له حزب سره پر خپلو ژمنو ټینګ ودریږي.
د اسلامي ګوند د سیاسي چارو مسؤل غیرت بهیر وايي "د دوی پر وړاندې یو اړخ نه و، او که د دواړو خواوو هڅې نه وای نو یوې پایلې ته نه شوای رسېدلی."
د حزب اسلامی مسوولين وايي د موافقه لیک پلي کولو ته سل په سلو کې ژمن دي. او هم به خپله پوځي څانګه ړنګه یا منحل اعلان کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملي مشارکت ګوند او یو شمېر مدني ټولنو کابل ته د اسلامي ګوند د مشر راتګ ته په ښه سترګه ګوري او وايي تر شاوخوا څلور لسیزو جګړو وروسته هر افغان د سولې راتګ ته تږی دی.
د ملي مشارکت ګوند مشر نجیب الله کابلی وايي اوس باید د خلکو په نژدې والي کار وشي، او د ښاغلي حکمتیار راتګ به دغه بهیر سره ډېره مرسته وکړي.
نوموړي له افغان حکومته وغوښتل چې له اسلامي ګوند سره د موافقې ټکو ته ژمن پاتې شي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا څلور ورځې وړاندې د ګلبدین حکمتیار نوم د بنديزونو له نوملړه لېرې کړ. د حزب اسلامي استازي د دغې چارې امتیاز افغان حکومت په ځانګړې توګه افغان ولسمشر اشرف غني ته ورکوي.












