د ملګرو ملتونو امنيت شورا پر ګلبدين حکمتيار لګېدلي بنديزونه لرې کړي
د ملګرو ملتونو امنيت شورا د اسلامي حزب پر مشر ګلبدين حکمتيار لګېدلي بنديزونه لرې کړي او د ترهګرۍ له نوملړه يې ايستلی دی.
دغه ګام يې له ګوند سره د افغان حکومت د سولې له تړون وروسته پورته کېږي، چې تېر سپتمبر لاسليک شو.
د ملګرو ملتونو امنيت شورا اعلاميه کې راغلي د ښاغلي حکمتيار پر وړاندې د شتمنيو کنګلونې، د سفر او وسلو بنديزونه نور نه پلي کېږي.
اريا احمدزۍ پرې له کابل راپور کوي.