ملګرو ملتونو ګلبدین حکمتیار د بندیزونو له نوملړ واېست

د ویډیو تشریح، د ملګرو ملتونو امنيت شورا پر ګلبدين حکمتيار لګېدلي بنديزونه لرې کړي

د ملګرو ملتو امنیت شورا د "اسلامي دولت" او "القاعده" د بندیزونو له نوملړه د اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار نوم و اېست.

امنیت شورا د تېرې ورځې په غونډه کې دا پرېکړه کړې ده.

د ملګرو ملتونو له خوا په خپره شوې بیانیه کې راغلي، چې امنیت شورا د جمعې په ورځ د اړوند پرېکړه لیکونو په تعقیبولو سره د القاعده، داعش او نورو اړوندو ډلو له نوملړه د ښاغلي حکمتیار نوم اېستلی دی.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي ګوند د تېر سپټمبر په وروستیو کې له افغان حکومت سره د سولې تړون لاسلیک کړ.

ښاغلی حکمتیار پر ۲۰۰۳ کال د ملګرو ملتونو د بندیزونو نوملړ کې حساب شو.

د غږ تشریح، د م.م د بنديزونو له نوملړه د حکمتيار نوم ايستل به څه اغېز ولري؟

د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې راغلي چې نوموړی د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله کې اوسي.

د ولسمشر غني په مشرۍ افغان حکومت له اسلامي ګوند سره د سولې تړون پر مهال ژمنه کړې وه چې د ښاغلي حکمتیار نوم به د ملګرو ملتونو د بندیزونو له نوملړ اېستل کېږي.

افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت له لارې د تېر ډیسمبر په وروستیو کې د ملګرو ملتو امنیت شورا ته د لیک په استولو سره دا غوښتنه وکړه.

له تور نوملړ د ګلبدین حکمتیار نوم په داسې مهال اېستل کېږي چې په وروستیو کې یې پلویان وايي، نوموړی به ډېر ژر کابل ته راشي.

څو ورځې مخکې امريکايۍ ورځپاڼې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته د اسلامي گوند سرمرکچي امين کريم ويلي گلبدين حکمتيار به په څو اونيو کې بېرته افغانستان ته ستون شي.

حکمتیار

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، حکمتیار د ویډیو کانفرنس له لارې د سولې تړون لاسلیک کړ.

د ورځپاڼې په وينا دا گام به افغانستان سياست بدل او د طالبانو په وړاندې پراخه جگړه پېچلې کړي.

دې ورځپاڼې د سولې انسټيټيوت مرستيال مشر "اندريو وايلډر" په وينا ليکلي وو، چې بيا راژوندى شوى اسلامي ګوند د ٢٠١٩ م کال په ټاکنو کې په يوه مهم لوبغاړي بدلېدى شي.

خو د نوموړي له راتګ سره ځینې خلک مخالفت هم کوي او له افغان حکومت سره د اسلامي ګوند د سولې تړون د لاسلیکېدلو پر مهال په کابل کې د دې تړون ضد مظاهرې هم وشوې.