عبدالله: له حکمتیار سره د سولې هوکړه نه بدلېدونکې ده

د ښاغلي ګیلاني د جنازې مراسمو ته ارګ کې ځانګړي پوځي مراسم نیول شوي وو

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، د ښاغلي ګیلاني د جنازې مراسمو ته ارګ کې ځانګړي پوځي مراسم نیول شوي وو

اجراییه مشر عبدالله عبدالله په ننګرهار کې خاورو ته د ملي اسلامي محاذ ګوند او د سولې د عالي شورا د مشر پیر سید احمد ګیلاني د سپارلو په غونډه کې وویل، د سولې شورا د مشر د مړینې له کبله له حکمتیار سره د سولې هوکړه نه بدلېدونکې ده.

د دې تر څنګ افغان ولسمشر محمد اشرف غني کابل کې د جنازې په غونډه کې وویل، ښاغلی ګیلاني په لږ وخت کې سولې ته د حزب اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار په راماتولو وتوانېد.

په دغو مراسمو کې لوړپوړي دولتي چارواکي، د ګیلاني د کورنۍ غړي، یو شمېر جهادي مشران او د ځینو هېوادونو سفیرانو هم ګډون کړی وو.

ولسمشر محمد اشرف غني د ښاغلي ګیلاني د شخصیت او له ګلبدین حکمتیار سره د سولې هوکړه وروستي پړاو ته رسول وستايل.

ارګ

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، په دغو مراسمو کې لوړپوړي دولتي چارواکي، د ګیلاني د کورنۍ غړي، یو شمېر جهادي مشران او د ځینو هېوادونو سفیرانو هم ګډون کړی وو.
د نوموړي د سولې شورا د مشرۍ پر مهال د افغان حکومت او ګلبدین حکمتیار ترمنځ د سولې تړون وشو.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د نوموړي د سولې شورا د مشرۍ پر مهال د افغان حکومت او ګلبدین حکمتیار ترمنځ د سولې تړون وشو.

د سید احمد ګیلاني زوی سید حامد ګیلاني په دغه غونډه کې له افغان حکومته د جنازې د مراسمو جوړولو له کبله مننه وکړه.

په دغه غونډه کې د ښاغلي ګیلاني ژوندلیک هم ولوستل شو او په کې وویل شول چې ښاغلي ګیلاني د ۱۳۴۳ او ۱۳۸۲ کال اساسي قانون د تصویب په لویه جرګه کې فعاله برخه درلوده.

پیر سید احمد ګیلاني د تېرې شنبې په شپه د کابل په غازي امان الله خان روغتون کې د زړه د ناروغۍ له کبله مړ شو.

ګیلاني د افغانستان له پخوانیو جهادي مشرانو څخه یو و چې د ملي اسلامي محاذ ګوند مشري یې پرغاړه لرله.

وروستۍ رسمي دنده یې د سولې عالي شورا مشري وه، چې یو کال مخکې په دې دنده وګمارلی شو.

فقید پیرسید ګیلاني له بي بي سي سره په مرګه کې ویلي و چې د طالبانو له یوشمېر کړیو سره په اړیکه کې دی.

د پیر سید احمد ګیلاني زوکړه

پیر سید احمد ګیلاني

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، پیر سید احمد ګیلاني د زړه ناروغۍ له امله وفات شو.

پیر سید احمد ګیلاني پر ۱۹۳۲ کال د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې زېږېدلي او د نسب سلسه یې د قادریه طریقت لړۍ بنسټ اېښودونکي عبدالقادر ګیلاني ته رسېږي.

سید احمد ګیلاني د کابل په ابوحنیفه لیسه کې منځنۍ زده کړې وکړې او وروسته د کابل پوهنتون د شرعیاتو له پوهنځي فارغ شو. نوموړي ۱۹۵۲ کال کې د افغانستان پخواني پاچا حبیب الله خان له لمسۍ عالیه سره واده وکړ.

په وروستیو کلونو کې پیر سید احمد ګیلاني په افغانستان کې د مهمو سیاسي سټو له ډلې و او له جهادي مشرانو سره یو ځای یې په سیاسي او سلاکاري ناستو کې ګډون کاوه.

د ویډیو تشریح، د پير ګيلاني مړينه